د معلولانو نړیوالې ورځې سره هممهاله، هېواد کې یوشمېر معلولان د دوی پر وړاندې له تبعیض ډک چلند څخه شکایت لري او وايي، زدهکړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نهلري.
دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د ژوند لومړني خدمتونه ورته برابر کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
١٦کلن حميدالله چې په دې وروستيو کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله خپله سترګه له لاسه ورکړې، وايي، د هېواد یوشمېر اوسېدونکي له دوی سره توپيري چلند کوي. «د خپلو اړتیاو لپاره بهر ځو، ځینې کسان د نابینایانو له حق خبر نهدي چې دوی وړتیا لري، که نه؟ د همدې لپاره له نابینایانو سره ټولنه کې ښه چلند نهکېږي.»
١٨کلن مصطفی عنابي چې د جنيټيکي ستونزو له امله یېو د سترګو ليد له لاسه ورکړی، وايي، هېواد کې معلولیت لرونکي کسان زدهکړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نهلري. «د زدهکړو او کار ستونزې دي چې د سالمو کسانو په څېر ورته لاسرسی نهلرو، خو وړتیا او استعداد یې، لرو، کولای شو چې د سالمو کسانو په څېر کار وکړو او له حکومت غواړو چې موږ ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.»
۵۰کلن حمیدالله چې کابل کې د یوې چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي، سلاموطندار ته وايي، هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره لازمې اسانتیاوې شتون نهلري. هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د ژوند لومړني خدمات ورته برابر کړي.
نوموړي وویل: «که یو کس جوړ وي، لیني موټرو کې په لس افغانۍ ځي، خو موږ باید موټر دربست کړو، له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ باید ورکړو، څو یوې ادارې یا ځای ته ځان ورسوو، موږ ته باید اسانتیاوې برابرې شي.»
د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې معلولیت لرونکو کسانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش وویل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یاد وزارت کې ۱۹۰ زره معلولان ثبت شوي او میاشتني معاشونه ورکول کېږي. «۱۹۰زره معلولان له موږ سره ثبت دي چې ملکیان، زېږېدلي، طبیعي او د جمهوریت معلولان دي چې هره میاشت ورته معاش ورکول کېږي او موږ غواړو چې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړو.»
له دې سره اروپایي ټولنې د معلولیت لرونکو کسانو نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې معلولان روغتیایي خدماتو ته د نهلاسرسي په څېر له جدي ستونزو سره مخ دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې له معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ کوي.
د ملګروملتونو عمومي اسمبلې د ۱۹۹۲ کال پرېکړې لهمخې، هر کال د دسمبر درېیمه نېټه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځې د نمانځنې موخه د معلولیت اړوندو مسایلو درک زیاتول او د معلولینو حقونو او هوساینې د کرامت ملاتړ بلل شوی دی.