اسټرالیا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو په زیاته اندازه کوکاین او په تړاو یې، ۱۳ کسان نیول شوي دي.
د نیول شویو کوکاینو اندازه ۲.۳ ټُنه ښودل شوې چې ارزښت یې، ۷۶۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسټرالیا فدرال پولیسو نن دوشنبه، دسمبر دویمه ویلي چې دغه کوکاین په کوېنزلنډ کې ساحل ته په ۱۸ کیلومټرۍ کې په یوه کښتۍ کې نیول شوي دي.
د فدرال پولیسو قومندان سټیفان جې ویلي: «له اقیانوس د څه باندې دوه ټُنه کوکاینو راټولول د دې ښکارندوي کوي چې جنایتکاره ډلې د خپلې ګټې لپاره هر څه کوي. هر هغه څوک چې په دې کې لاس ولري، نه یوازې خپله ازادي ګواښي، بلکې خپل ځان هم له ګواښ سره مخ کوي.»
د اسټرالیا پولیسو ۲۰۲۳ او ۲۴ کلونو کې ۳۱.۳ ټُنه نشهيي توکي کشف او نیولي او همداراز یې، نړیوالو چارواکو سره د ۴۱.۸ تُنه نشهيي توکو په نیولو کې هم مرسته کړې.