د هېواد د یوولس ولایتونو په لروپرتو سیمو او ښارونو کې له ۴۷ تنکي ځوانانو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې د ښارونو په پرتله د کلیو تنکي ځوانان د زدهکړو برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
په دې راپور کې په کلیو او ښارونو کې د ښوونیزو خدمتونو لاسرسي اړوند د پرتلیزې روښانولو لپاره په ښارونو کې له ۲۰ او کلیو کې له ۲۷ ځوانانو سره مرکې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کليوال ځوانان وايي چې له نهم ټولګي پورته د ښوونځيو، مرکزونو نشتون او ښوونیزو امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
د ۲۷ تنکي ځوانانو له ډلې ۱۳ یې، وايي چې په خپلو سیمو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاسرسی نهلري، یوازې پنځو ویلي چې مناسبو ښوونیزو امکاناتو ته لاسرسی لري.
۱۸کلن احمد د بدخشان د ارګو ولسوالي اوسېدونکی دی، دی وايي چې ولسوالي کې یې، له نهم ټولګي پورته د ښوونځي نشتون له امله له زدهکړو پاتې شوی دی. «له نهم تر دولسم ټولګي پورې باید فیضاباد کې زدهکړې وکړو چې له کور تر هغه ځایه څلور ساعته لاره ده او څلور ساعته بېرته راتګ.»
همداراز۱۶کلن احمد چې د بادغیس د خارستان کلي اوسېدونکی دی، وايي، له سیمې یې، د ښوونځي لرېوالی او د لېږد رالېږد وسایطو نشتون لامل شوي چې ونشي، کولای زدهکړو ته دوام ورکړي. «کور مو له ښوونځي دوه ساعته لرې دی او د وسایطو کمښت لرو؛ د بېوزلۍ له امله نشم کولای چې زدهکړو ته پام وکړم؛ ځکه امکانات نهلرو.»
بلخوا د ښارونو تنکي ځوانان وايي چې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه ورته نږدې دي او د اړتیا وړ ښوونیزو امکاناتو لکه کتابتون او انټرنټ ته لاسرسی لري.
محمدنصیر چې ۱۷کاله عمر لري، د مزارشریف ښار په یوه ښوونځي کې د یوولسم ټولګي زدهکوونکی دی. دی وايي، ښوونیزو امکاناتو ته لاسرسی لري؛ هغه څه چې د نوموړي په باور، پرمختګ ته لار هواروي. هغه وویل: «له ښوونځي وروسته کورس ته ځم؛ انګلیسي ژبې سره بلدتیا لرم او همداراز کمپیوټر هم وایم؛ ځکه د کار پیدا کولو لپاره پوهنتون، کمپیوټراو انګلیسي اړینه ده.»
د کابل ښار د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي زدهکوونکی الیاس دانش ښار کې شته اسانتیاوې د فردي او ټولنیزو اغېزمنتیا او ودې لپاره اړینه بولي او هغه خپلو راتلونکو موخو لپاره مهم ګڼي. «کابل ښار کې ډېر کتابتونونه او ښوونیز مرکزونه شتون لري چې امکانات یې، ښه دي؛ ښوونکي یې، تکړه دي، په ځانګړې توګه د کانکور امادګي او انګلیسي ژبې چې د ولایتونو په پرتله ښه دي.»
په ورته مهال د کلیو او ښارونو یوشمېر تنکي ځوانان ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو کمښت کډه ستونزه بولي او په وینا یې، ډېری وخت یو ښوونکی څو مضمونونه تدریسوي.
د کاپیسا مرکز محمودراقي ښار اوسېدونکی ۱۷کلن احمدفریدون او د فاریاب د قیصار ولسوالي اوسېدونکی نجیبالله وايي، که څه هم ښوونځي ترې لرې وو، خو بیا هم دوی د زدهکړو لپاره ورتلل؛ خو ټولو مضمونونو کې یې، مسلکي ښوونکي نهدرلودل.
احمدفریدون وویل: «یو ښوونکی څلور مضمونونه تدریسوي. غیرمسلکي ښوونکي دي، غیررشتې مضمون زدهکړې ورکوي.»
نجیبالله هم وايي:زموږ د ښوونځي ښوونکي تخصصي نهدي؛ رشته یې نهده؛ د مسلکي ښوونکو نشتون د ستونزو لامل شویږ»
د ټولنیزو چارو کارپوه راشدصدیقي وايي چې د کلیو او ښارونو ترمنځ ښوونیزو خدمتونو ته د لاسرسي توپیر زدهکړو ته د انګېزې د کمښت لامل کېږي. «کولای شي چې له زدهکوونکو د زدهکړو فرصتونه واخلي او هېواد او ټولنه نالوستې کړي.»
د ښوونې او روزنې برخې کارپوه ناهیدعنایت پر دې باور دی چې د کلیو او ښارونو ترمنځ ښوونیزو خدمتونو ته نامتوازن لاسرسي دوام، پوهنتونونو ته د کليوالو زدهکوونکو د لارموندنې خنډ شوی او د دوی ترمنځ د بېسوادۍ د لوړېدو سبب شوی. «دا موضوع لامل کېږي چې ښارونو کې د ځوانانو ته ډېر شغلي او اقتصادي فرصتونه په لاس ورشي او د کلیو ځوانان ترې استفاده ونهشي کولای او دا د وزګارتیا لامل کېږي.»
د پوهنې وزارت له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال ۱۸زره او ۳۰۰ ښوونځي هېواد کې فعال دي چې د درېوو کلونو پرمهال ۳۰۰ نوي ښوونځي، د سواد زدهکړې مرکزونه او محلي ټولګي په کلیو او ښارونو کې جوړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند منصوراحمد حمزه وايي چې سرپرست حکومت هڅه کوي، څو هېواد کې متوازن ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي. «تېرو کلونو کې مو شاوخوا ۱۳زره ښوونکي جذب کړل چې د سواد زدهکړې لپاره یې، یوازې تېرکال ۵زره زدهکوونکي ښوونځیو کې شامل شوي دي.
په کلیو او ښارونو کې ښوونیزو خدمتونو ته په لاسرسي کې توپیر او د کلیو او ښارونو ښوونیزو مرکزونو کې د ښوونیزو خدمتونو کیفیت کې توپیر، له دېر وخت راهیسې د هېواد ښوونیز نظام پروړاندې له مهمو ننګونو شمېرل کېږي او د کارپوهانو په باور، د یوه ښه ښوونیز نظام لپاره باید ښوونه او روزنه کې باید توپیر لهمنځه لاړه شي.