Asset 1SWN

سلام وطندار

برازیل کې د جي‌۲۰ هېوادونو غونډه؛ له لوږې سره د مبارزې اېتلاف جوړ شو

g20

په برازیل کې په نړیواله کچه د لوږې مخنیوي په موخه د جي۲۰ هېوادونو د مشرانو دوه‌ورځنۍ غونډه جوړه شوه. د جي‌۲۰ ډلې مشران وايي، په نړۍ کې باید حکومتي بنسټونه اصلاح شي او د نړۍ پر میلیارډرانو باید محدودیتونه ولګول شي. د جي‌۲۰ غونډې په پای کې له لوږې سره د مبارزې لپاره یو نړیوال اېتلاف هم جوړ شو.

افغانستان د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، د هغوی هېوادونو له ډلې یو دی چې ډېر وګړي یې له لوږې سره مخامخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د جي۲۰ هېوادونو مشران کولای شي چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کمولو لپاره پانګونه وکړي. د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي:

د جي۲۰ ډله کولای شي زموږ له هېواد سره د مالي او اقتصادي مرستو له لارې د زېربناوو رغولو لپاره مرسته وکړي. جي۲۰ د نړیوالو غونډو او پروګرامونو له لارې کولای شي چې په افغانستان کې د بوختیاوو فرصتونو په برابرولو سره د بې‌وزلۍ او ناانډوله اقتصاد کچه را کمه کړي، خدمتونو ته لاسرسی او د خلکو عواید ډېر کړي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې د ژمي را رسېدو سره یو پر څلورمې برخې افغانان د خوړو لپاره څه نه‌لري.

په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي ادارې مسوولان وايي، ا.ا په افغانستان کې د بې‌وزلۍ له منځه وړلو لپاره پر ځینو پروګرامونو کار کوي.

د دې ادارې سرپرست نورالدین ترابي وايي، د سې‌شنبې په ورځ یې په طبیعي پېښو کې ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته مرستې رسولي چې په وینا یې، دا خپله له لوږې سره د مبارزې لپاره د ا.ا د هڅو ښکارندويي کوي.

بله‌خوا په طبیعي پېښو کې یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ د دغو مرستو د دوام غوښتنه کوي. د کابل ښار دوو اړمنو عبدالصمد او تورپېکۍ چې نن یې له پېښو سره د مبارزې د چمتوړالي ادارې له لوري مرستې ترلاسه کړي، وايي:

«دا مرستې بسنه نه کوي؛ له ا.ا څخه غواړو چې ټولو هېوادوالو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي، څو موږ او زموږ خلکو ته کاروبار پیدا شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

«دا مرستې مو ښايي تر یوې میاشتې پورې وشي، نور له دولت څخه غواړو چې ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي؛ دا مرستې دې هم دوامدارې وي چې زموږ د کورنیو غړیو ته ورسېږي.»

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا تر دې وړاندې ویلي و چې روان کال د بودیجې کمښت له کبله یې دوه میلیونه اړمن د خپلو مرستو له نوملړ څخه اېستلي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام