د کندهار د سپینبولدک ولسوالي په اړوند سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دغه چکډېم د سرپرست حکومت په مشري شخصي لګښت، د یاد ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري جوړ شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار د طبیعي سرچینو امریت انجینیر روحالله روحاني سلاموطندار ته وايي، یاد چکډېم ۹۳متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی، د ۴۰زره متره مکعب اوبو ذخیرهکولو ظرفیت لري او چارې یې، په بنسټیزه توګه بشپړې شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې یاد چکډېم کې ۱۲ کسانو ته په فني او ۲۰ ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د سپینبولدک اوسېدونکي د یاد چکډېم جوړېدو ته خوښ دي او په وینا یې، دې سره به یې، کرنې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
له دې وړاندې د دغه ولایت په خاکرېز او ارغستان ولسوالیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د چکډېمونو جوړېدو چارې پیل شوې وې.