سېلاب‌ځپلي: ژمي لپاره څه نه‌لرو؛ سېف‌‌ده‌چلډرن: هېوادونه دې همکاري وکړي

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا Save the children مسوولان وايي، افغانستان کې د روان کال سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د ژمنیو مرستو رسولو لپاره، د ۴.۲ میلیونه ډالرو بودیجې کمښت سره مخ دي. افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق د انسان دوستانه چارو مدیره چارتي لوکایا په دې اړه ویلي:

هېواد کې راستانه شویو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د کار نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. هېواد ته یوشمېر راستانه شوي افغانان وايي چې د کار او عاید د نشتوالي له امله په سختو اقتصادي شرایطو کې خپلې شپې او ورځې تېروي.

سپین‌بولدک کې په ۲.۲ میلیونه افغانۍ یو چک‌ډېم ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي په اړوند سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو چک‌ډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه چک‌ډېم د سرپرست حکومت په مشري شخصي لګښت، د یاد ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري جوړ شوی.

ټرمپ پوتین ته: د اوکراین جګړه نوره مه غځوه

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې نوموړي ته مشوره ورکړې چې د اوکراین جګړه نوره ونه‌غځوي.

له یادې ټیلیفوني اړیکې یوې باخبرې سرچینې رویټرز ته ویلي، دغه خبرې داسې مهال شوي چې ولسمشر جوبایډن غواړي، ټرمپ وهڅوي، څو له کېیف ملاتړ وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکي: حکومت او ولس دې د ډینګي ناروغي مخنیوي کې همکاري وکړي

ننګرهار کې د ډینګې ناروغي پېښو زیاتېدو سره هم‌مهاله خلک وايي چې اړوند ادارې دې د دغې ناروغي مخنیوي او کنټرول په اړه ګامونه واخلي.

دوی د یادې ناروغي له خپراوي د اندېښنې په څرګندولو سره سلام‌وطندار ته وویل چې د حکومت ترڅنګ دې د دغه ولایت اوسېدونکي هم د ډینګې ناروغي مخنیوي برخه کې همکاري وکړي.