په ګڼمېشتي کابل ښار کې د پلي تګ لپاره د هوايي پلونو نهشتون له امله دغه ښاریان په ځانګړې توګه ماشومان او زدهکوونکي له سړکونو څخه د تېرېدو پرمهال له ستونزو او د ټرافیکي پېښو له خطر سره مخ کړي دي.
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار سره په خبرو کې وايي، د تګراتګ لپاره له پلي هوايي پلونو ګټه اخېستل لامل کېږي چې له ټرافیکي پېښو په امن کې پاتې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی په ګڼمېشتو سیمو او سړکونو کې د پلي هوايي پلونو شتون مهم بولي او وايي، اړتیا ده چې کابل ښاروالي هوايي پلونو جوړولو ته پام ډېر کړي او له دغو پلونو څخه د ګټېاخیستو په اړه خلکو ته لارښونه او عامه پوهاوی ورکړي.
د کابل اوسېدونکی رحیم هره ورځ ښوونځي ته د تلو لپاره د «کارته پروان» له سړکونو څخه چې د موټرو ګڼهګوڼه هم په کې ډېره وي، تېریږي.
هغه سلاموطندار ته وايي: «دغه د کارته پروان سړک چې یو لوی سړک دی، له دې غاړې تر هغې غاړې پورې، چې درې سړکه کېږي باید ډېر په احتیاط تېر شې، کهنه نو په جنجال کې پاتې شوې. خدای مهکړه ترافیکي پېښه ونهشي هم ډېرېور په جنجال کې هم خپله پهجنجال کې او هم دې ژوند خراب وي.»
د کابل ښار د تایمني پروژې د دویم سړک اوسېدونکی سید حبیب هم سلاموطندار ته وايي، کابل ښاروالي دې له سړکونو څخه د تېرېدو لپاره پلي هوايي پلونه جوړ کړي. هغه زیاتوي چې هوايي پلونه له سړک څخه په اسانه او خوندي توګه د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو او عمرخوړولو کسانو د تېرېدو لپاره مهم دي.
نوموړؤي وویل: «که هوايي پلونه نهوي یو ساعت ولاړ وې، ترافیک نهوي، موټرونه تېرېږي یوه پېښه کېږي. که غواړې له سړک څخه تېر شې موټرونه تېز وي برېک نهنیسي، په همدې خاطر ترافیکي پېښه کېږي. باید د دې لپاره زمینه مساعده شي، هوايي پلونه جوړ شي، چې خلک په اسانه تګراتګ وکړي.»
د کابل ښار اوسېدونکې شکېبا چې د شيخذاید روغتون کارکوونکې ده، دندې ته د تلو او سړکونو څخه د تېرېدو پرمهال تل ستونزو سره مخ وي. «زه خپله نهشم کولی له سړک څخه تېره شم موږ ته باید هوايي پلونه جوړ شي. موږ ستونزه لرو موږ ته باید پلونه جوړ شي زموږ د ماشومانو لپاره زموږ د کورنیو لپاره. دلته باید هوايي پلونه جوړ شي چې زموږ ستونزې حل شي.»
د تګراتګ لپاره د هوايي پلونو نهشتون یوازې د هغو خلکو لپاره چې غواړي د سړک له یوه لوري، بل ته واوړي، ستونزې نهدي زېږولي؛ موټرچلوونکي هم له ورته وضعیت سره مخ دي.
شفیقالله ۳۰ـ ۴۰ کاله کېږي چې د کابل میرویس میدان، خوشحالخان، کمپنۍ او نورو سیمو کې موټر چلوي.
هغه چې په دغه موده کې د ډېرو ټرافیکي پېښو شاهد پاتې شوی وايي، ښار کې د پلي هوايي پلونو نهشتون او له سړک څخه د خلکو تېرېدو موټرچلوونکي هم له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي وویل: «دغو خلکو له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو، کله چې د سړک له منځ څخه تېرېږي، موټر ورته درېږي، چې دوی تېر شي. نظم هېڅ نهشته. هوايي پلونه نهشته ټول خلک له سړک څخه تېرېږي یو نفر همدلته پر سړک روان وو موټر وواهو.»
محمد پویا بیا د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدوونکی دی او تېرو شلو کلونو راهیسې ټکسيواني کوي. دی وايي، د پلي هوايي پلونو نهشتون لامل شوی چې دی خپله هم ټرافیکي پېښه وکړي. «یوه ورځ د کوتل پر سر روان وم، یوه نجلۍ تېرېده د موټر به بنټ ولګېده، هغه مو روغتون ته یووړه که څه جوړه هم وه؛ خو ترافیک موږ یووړو. په افغانستان کې قانون هېڅ نهشته که موټر بایسکل وواهي وايي، چې ډرېور ملامت دی، په داسې حال کې چې بایسکل ملامت دی. که یو نفر وواهي هم وايي چې ډرېور ملامت دی. کله چې تېرېږي موټر سرعت لري حتمن واهل کېږي. باید هوايي پلونه وو اوسي ډېر دي.»
د ټولنیزو چارو یوشمېر کارپوهان هم د کابل په څېر ګڼمېشت ښار کې د پلي هوايي پلونو پر جوړولو او ارزښت ټینګار کوي. دوی وايي، د هوايي پلونو نهشتون د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان یې، د اړتیا له مخې، له سړکونو تېریږي، د فشار لامل ګرځي.
ټولنپوه شعیباحمد وايي: «له سړک څخه د عابرینو د تګراتګ لپاره، هغه کسان چې غواړي له سړک څخه تېر شي د دوی اړتیاوو ته په کتو، چې له عمومي سړکونو څخه تېرېږي دا خپله د دې لامل کېږي د ترافیک سرعت را کم کړي؛ ځکه چې دغه پرلاپسې درېدل، چې د همدغو لارو په خاطر کېږي، د دې لامل کېږي، چې د ترافیک د سرعت د کمېدو لامل کېږي او دا د ې لامل کېږيو چې انسان خپلو ورځنیو چارو ته ژر رسېدنه و نهکړي.»
د کابل ښاروالي مسوولان وايي، هڅه کوي چې د خلکو د اسانتیاوو لپاره پر ځینو سړکونو پلي هوايي پلونه جوړ کړي. د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزي وویل، کابل ښاروالي اته پلونه په پام کې لري، چې جوړ یې کړي.
هغه وویل: «کابل ښاروالۍ د هوايي های پلونو جوړلو پر برابر باندې او د عابرینو د تکراتګ لپاره، اته پلونه په پام کې لري چې هغه جوړوي. دا اته پلونه نهبس کېږي نور پلونه به هم په راتلونکي کال کې به نور پلانونه هم په بلان کې ولرو. دا پلونه په مختلفو ناحیوو کې؛ لکه په لسمه، پينځمه او شپږمه ناحيوو کې دي اوس فعلا د تدارکاتو په حالات کې دي.»
د ټولنپوهانو په وینا، د تګراتګ لپاره د پلي هوايي پلونو جوړول له سړک څخه د تېرېدو په وخت کې د ټرافیکي پیښو د مخنیوي، په ښار کې د ګڼېګونې راکمولو او د ښار د ښکلا لامل کېږي.
ش