سلام‌وطندار له ۱۸هغو ځوانانو سره چې نشه‌‌لرونکي درمل کاروي، مرکې کړي او د مرکو پایلې ښيي چې دغه درمل په ټيته بیه پیدا کېږي او لاسرسی ورته اسانه دی.

دې مرکو کې ځوانانو سلام‌وطندار ته ویلي چې نشه‌‌لرونکي درمل د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په هره برخه کې د درملو عمده پلورونکو او د مواد خرڅوونکو څخه په اسانه توګه اخیستلی شي.

د کابل اوسېدونکی ویس چې دا یې، مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته وايي، نشه‌لرونکي درمل په اسانه لاس ته راوړي. «دغه درمل په بازار کې په غیرقانوني او ازاده توګه خرڅېږي؛ هغه کسان یې چې خرڅوي، دا پوښتنه نه‌کوي او له نسخې پرته یې، ورکوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۱۸ ځوانانو له ډلې، ۱۲ هغه یې، له پرګابالین او ټراماډول څخه ډېره استفاده کوي. شپږو نورو بیا ویلي چې له ټراماډول او پرګابالین سربېره، له «ټابلېټ‌کا» هم کار اخلي.

وزګارتیا، رواني ستونزې، کورنۍ ستونزې او ناسمو ملګرو سره ملګرتیا، هغه لاملونه یادېږي چې له امله یې، ځوانان نشه‌لرونکو درملو ته مخه کوي.

د کابل اوسېدونکی حمید چې دا یې، مستعار نوم دی، وايي، د کورنۍ ستونزې او رواني مشکلات لامل شوي چې دی، د خپل ذهن ارامتیا لپاره له نشه‌لرونکو درملو استفاده وکړي. «زړه مې نیولی وي او د خپګان لرې کولو لپاره له زېګپ، ټراماډ،ل او ترڅنګ د دې درملو له پیچ‌کاریو هم ګټه اخلم؛ بیه یې، له ۲۰ افغانۍ تر ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ افغانۍ دي.»

په مستعار نوم کبیر چې له دوو کلونو راهيسې نشه‌لرونکي درمل کاروي، وايي، له رواني اندېښنو څخه د خلاصون لپاره يې د دغو نشه‌لرونکو درملو کارولو ته مخه کړې. «ځوانانو ته زما پیغام دا دی چې نشه‌لرونکي درمل مه کاروئ، ځکه چې له زیان پرته بل څه نه‌لري. ما مخدره مواد کارولي دي، ځکه مې کارولې چې وزګارتیا وه، له وطن لرې وم او غربت و.»

د کاپیسا اوسېدونکی په مستعار نوم احمد وايي چې له ناسمو ملګرو سره د ملګرتیا له امله یې، د نشه‌لرونکو درملو کارولو ته مخه کړه. «ملګري مې له زیګپ استفاده کوله او ماته یې هم راکړه؛ څلورـ پنځه ځله مې استفاده کړه؛ څه نه‌‌لري یوازې زیان دی. خدای دې څوک په دې عمل نه‌نیسي، ډېر بد شی دی او زړه له‌منځه وړي.»

د کاپیسا اوسېدونکي قدیر چې دا یې، مستعار نوم دی، وویل: «د ارامتیا او مستۍ لپاره به مې له ملګرو سره یوځآی کارولې؛ خو اوس روږدی یم او اړ یم چې استفاده یې کړم. څه باندې یو کال کېږي چې له زیګپ ګولیو استفاده کوم.»

په مستعار نوم اکبر چې له ټابلیټ‌کا ګولیو استفاده کوي، وايي، د وزګارتیا له امله یې، د یادو ګولیو کارولو ته مخه کړې. «له نشه‌لرونکو درملو به مې ګټه اخیستله؛ کله چې له ټابلېټ‌کا استفاده کوې، نو بله هوا کې یې او نه پوهېږې چې درد او غم څنګه له‌منځه وړي.»

رامین هم وویل: «له وزګارتیا مې ټابلېټ‌کا کاروله؛ پیسې یې، له یوه ځایه پیدا کېږي؛ یو ۲۴ ساعته موږ اراموي.»

په دوامداره توګه له نشه‌لرونکو درملو استفاده د تړاو ترڅنګ د جسمي او رواني ستونزو لامل هم کېږي چې ډېری کارونکو ویلي، له دې ډول درملو استفاده اضطراب، ژورخپګان، هېرولو او رواني ستونزو رامنځته‌کېدو لامل کېږي.

الهام په مستعار نوم سلام‌‌وطندار ته وویل: «فکر کوم زلزله ده؛ هغه نه پوهېدم چې د پرګابالین اغېز دی. خپله حافظه مې ټوله له لاسه ورکړه؛ وروسته پوه چې د انسان بدن او مغزو ته څومره زیان رسوي؛ د دې درملو کارول، انسان له فکر، ژوند او هر څه باسي.»

بل‌خوا شمېر ډاکټران وايي چې له نشه‌لرونکو درملو ډېره استفاده د عصبي سېسټم د ګډوډېدو او فزیکي کمزورتیا لامل کېږي چې د نورو نشه‌يي توکو کارولو ته زمینه برابروي.

د عمومي داخلې ناروغیو متخصص محمدصادق کاروال وویل: «په اوږدمهال کې ډېر ځاني زیانونه لري؛ هم عصبي سېسټم او هم روان اغېزمنوي؛ ترڅنګ یې، د هضمي سېسټم، زړه او تنفسي سېسټم هم ګډوډوي.»

د ټولنیزو چارو کارپوه او د پوهنتون استاد احمدراشد صدیقي وايي چې فردي، ټولنیز او کورني عوامل د ځوانانو ترمنځ د نشه‌لرونکو درملو استفاده کې رول لري. «فردي عامل کې کولای شو چې ملګري ته اشاره وکړو؛ همداراز کې ټولنیز کنټرول نه‌وي، ځوانان منحرف کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ځوانان داسې مهال نشه‌لرونکو درملو ته په اسانه د لاسرسي خبره کوي چې د کورنیو چارو وزارت مسوولانو میاشت وړاندې یوې غونډه کې ویلي و، د تېر یوه کال پرمهال یې، د نشه‌يي توکو، شرابو او نشه‌لرونکو ګولیو د پروسس او تولید ۷۹۰ کارخونې له‌منځه وړي او ۱۵۶۴ تورن کسان یې هم نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام