Asset 1SWN

سلام وطندار

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو دوام؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیروت ته تللی

Araghchi-qv20swb3brjgeueiu7lyne89nhtj1803o2qei8422w

که څه هم پر لبنان د اسراییلو بریدونه لا هم روان دي او ایران د تېرې سه‌شنبې په شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو ور وتوغول، خو د ایران د بهرنیو چار وزیر سیدعباس عراقچي بیروت ته تللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې عراقچي نن (د تلې ۱۳مه، جمعه) د لبنان له چارواکو سره د خبرواترو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې بیروت ته تللی دی.

هغه پر خپل اېکس لیکلي: «ایران د لبنان له باتورو خلکو سره پیوستون ته ژمن دی. ټوله سیمه باید د لبنان پر هغه سخت وضعیت او زموږ د ملتونو راتلونکې لپاره یې پر پایلو پوه شي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دغه سفر پر مهال به د ایران د لس ټنه درملو او خوړو مرسته هم لبناني چارواکو ته وسپارل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال بیروت ته تللی چې اسراییلو لا هم د لبنان پر بېلابېلو برخو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسراییلو بېګاه شپه د لبنان د حزب‌الله مشرانو مهمه غونډه په نښه کړې ده. یادې ورځپاڼې زیاته کړې چې په یاده غونډه کې د سیدحسن نصراالله احتمالي ځای‌ناستي هاشم صفي‌الدین هم ګډون درلود.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

دا د اسراییلو له لوري د لبنان د حزب‌الله مشر سیدحسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د ایران لوړپوړو چارواکو لومړنی سفر دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام