Asset 1SWN

بهرنیوچارو وزارت: افغانستان کې هېڅ ډول تبعیض شتون نه‌لري

1Z2A2762-min-scaled

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ادعا کړې چې سرپرست حکومت افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي.

نوموړي دغه څرګندونې له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت دغه تګ‌لاره د افغانستان ننګونې لازیاتوي او په وینا یې، باید پای ته ورسول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي د سرپرست حکومت پروړاندې نړیوالو فشارونو ته په اشارې سره ویلي، دې تګ‌لارې له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت تعامل له ننګونو سره مخ کړی دی.

خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېواد کې هېڅ ډول تبعیض او تعصب شتون نه‌لري.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د ترهګرۍ ګواښونه له‌منځه تللي او د سرپرست حکومت او نورو هېوادونو ترمنځ اړیکې هم په څه باندې درېیو کلونو کې پراخې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وویل: «ا.ا ټولو افغانانو ته د رعیت په سترګه ګوري او نه‌شي کولای چې د چا پروړاندې تبعیض وکړي. د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي. د ا.ا رسمي دریځ دا دی چې قومي، سمتي او ژبني تبعیض ته ارزش ورنه‌کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر همدا راز له اسلامي امارته د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، هغه څه چې له دېوړاندې هم د نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو له لوري مطرح شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام