سلام‌‌وطندار هېواد کې د ځوانانو ترمنځ د «عمرخوړلو کسانو» اړوند ناروغیو ډېرېدو په اړه له ۲۹ ځوانانو او پنځو ډاکټرانو سره مرکې کړې دي.

دغه ۲۹ ځوانان پر هغو ناروغیو اخته دي چې د عمر لوړې کچې یا هم د زړښت پرمهال انسان ته پیدا کېږي. د مرکو پایلې ښيي چې ډېری ځوانان د هډوکو وراستېدو، اضافي وزن، د وینې غوړ، د دیابت ۲بڼې او د زړه پر ناروغۍ اخته دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ډاکټران وايي چې د ځوانۍ پرمهال د قوي خوندي سېسټم او بیولوژیکي جوړښت له امله باید کس، پر هغو ناروغیو اخته نه‌شي چې د زړښت پرمهال یوه عمرخوړلي کس ته پیدا کېږي، خو د ژوند نامناسب سبک، وزګارتیا او یا هم ډېر کار، استرس او اضطراب، د ځوانانو ترمنځ دغه ناروغي ډېرې کړې دي.

په دې راپور کې د ۲۹ کسانو له ډلې، ۱۶ هغه د وینې غوړ او اضافه وزن ناروغیو باندې اخته شوې دي. دې ځوانانو سلام‌‌وطندار ته ویلي چې ډاکټر ته له مراجعې وروسته، ورته ویل شوي چې د نامناسب خوړو رژیم، له غوړو خوړو استفاده او د فزیکي فعالیت نشتون، د اضافه وزن او وینې غوړ ناروغیو لامل شوی دی.

۳۲کلنه سهیلا او ۲۱کلن حسین جعفري دواړه اضافه وزن او د وینې غوړ ناروغي لري. «درې کاله کېږي چې د وینې غوړ لرم. لومړیو کې مې ورته پام نه‌وو او مضر خواړه به مې خوړل، له کله نه چې ډېر شوي، د وینې غوړ مې پیدا کړی. اوس ورزش نه‌شم کولای، ځکه صالونونه بند دي او کور کې هم ورزش نه‌کېږي.»

حسین جعفري وویل: «دوه‌نیم کاله کېږي چې اضافه وزن لرم. خواړه چې خورم، پوهېږم چې اضافه وزن اخلم. د شپې له‌خوا خواړه نخورم او یا ترکاري خورم، لږ خواړه خورم او ورزش نه‌کوم.»

د یادو ځوانانو له ډلې، درې هغه یې، وايي چې د زړه پر ناروغیو اخته شوې دي. د دوی په وینا، وزګارتیا، د ورزش لپاره د امکاناتو نشتون، سترس او د ژوند ننګونې هغه لاملونه دي چې له امله یې، دوی پر یادو ناروغیو اخته شوې دي.

د زړه عروقي ناروغۍ د والونو دننه د غوړو رسوباتو د ټولېدو او د وینې د ټینګېدو ګواښ له ځان سره لري. د وینې لوړ فشار کولای شي چې والونه ډبل او لوی کړي او هغه رګونه تنګ شي چې وینه په‌کې جریان لري.

۲۶کلنه تمنا وايي: «شپږ میاشتې کېږي چې د زړه پر ناروغۍ اخته یم. ډاکټر راته وویل چې د وینې غوړ لرې او لوړ دی. د زړه رګونه مې تنګ شوي، باید احتیاط وکړې او د خوړو او ورزش کولو سبک باید ښه کړې. پخوا مې ورزش کاوه، خو اوس کلپونه بند دي او ښځې بهر ورزش نکوي.»

زبیر احمد هم وویل: «دوه کاله کېږي چې د زړه پر ناروغۍ اخته یم او ډېر دردېږم. وروسته مې ډېر معاینات وکړل او سترس او بې‌خوبي لرم. ډاکټرانو راته مهال‌وېش ټاکلی او خوب او خواړه مې د دوی پر بنسټ کوم.»

د یادو ځوانانو له ډلې اوو یې ویلي چې د هډوکو د وراستېدو پر ناروغۍ اخته شوې دي. ۲۲کلنې هدیه وویل: «دوه‌نیم کاله کېږي چې د هډوکو پر درد اخته یم. چې لږ ضربه ووینم، پېښې او لاسونه مې درد کوي. له معایناتو وروسته ډاکټر راته وویل چې د هډوکو وراستېدو ناروغي لرم. د کلیسم کمښت هم. له ګاز‌لرونکو انرژي مې ډېره استفاده کوله، کلپ ته به تلم او ورزش به مې کاوه، خو کلپونه بند دي او ورزش نه‌کوم.»

۲۸کلنې سمیه بارکزۍ هم وویل: «هډوکو او مفاصلو مې غږ پیدا کړی؛ کېښناستل او درېدل راته ستونزمن شوي؛ ډاکټر ته مراجعه کړې، خو درمل چې راکوي، راباندې تاثیر نه‌لري. دوی وايي، کلیسم کم دي؛ پخوا مې ورزش کاوه. کله چې پر دې ناروغۍ اخته شوم، پېښې مې درد کوي او نشم کولای ورزش وکړم.»

د مرکه‌کوونکو له ډلې، درې یې پر دیابت‌۲ اخته وي چې دغه ناروغۍ د زړښت اړوند دي. دیابت ۲ چې پخوا به د لویانو دیابت په نوم پېژندل کېدله، د وینې لوړ شکر او د نسولین په کمښت مشخص کېږي. نښې یې تنده، د تشو بولو تکرار، ستړیا او د وزن له لاسه ورکول دي.

۲۴کلنه مهریه وايي: «د دیابت‌۲ باندې اخته یم چې دغه ناروغي کورنۍ ده. مور هم دا ناروغي لري. درې کاله کېږي، هڅه کوم چې کنټرول یې کړم، هره میاشت مې شکر معاینه کوم. درمل هم خورم.»

۲۱کلنې مدیحې وویل: «پر دیابت اخته یم؛ دا ناروغۍ ارثي ده او له مور او نیا راته لېږدول شوې. اړ یم چې د یوه غذایي مېتود دننه واوسم. کله نا کله ورزش هم کوم.»

بل‌خوا ډاکټران وايي چې له بیولوژيکي اړخه د ځوانانو بدن نه‌جوړېدل، لامل کېږي چې د زړو یا عمرخوړلو کسانو اړوند ناروغۍ باندې اخته شي. دی یې، لامل وزګارتیا، تنګسیه، وراثت او غیرمعیاري ژوند په ګوته کوي.

ډاکټر رحیم‌ګل وویل: «ځینې ناروغۍ دي چې نه‌باید ځوانانو کې ولیدل شي، لکه د زړه ناروغي، د فشار ناروغي، باید ځوانانو کې نه‌وي. ځوانان ډېر فعال دي او په ټوله انرژي کارونه کوي او باید پر دې ناروغي اخته نه‌شي. که اخته کېږي، ارثي دي او لاملونه یې هم وزګارتیا چې ځوانانو ته ستونزې پیدا کوي.

د عمومي داخلې متخصص نجیب‌الله شېرزاد بیا د خوړو رژیم ته د ځوانانو نه‌پام، له ناپاکو خوړو استفاده، د فزیکي فعالیتونو نشتون، وراثت او له دخانیاتو استفاده، هغه عوامل یادوي چې له امله یې، ځوانان د زړو کسانو اړوند ناروغیو باندې اخته کېږي.

هغه وویل: «د ځینو ځوانانو د ناغېړیو له امله دي چې دا ورته پیدا کېږي. له نوشابو او غیرمعیاري او غیرستنډرډ انرژو استفاده دا ناروغۍ ورته پیدا کوي. د وینې خوړ، اضافه وزن، لوړ فشار او داسې ناروغۍ ورته پیدا کوي.»

د عمومي داخلې یوه بل متخصص مجیب‌ سروري هم وویل: «لوړ فشار، شکر ناروغۍ د ګاز‌لرونکو انرژي ډېرې استفادې له امله د ځوانانو ترمنځ زیاتې شوې دي. ځینې ناروغۍ چې باید ځوانانو کې نه‌وي، لکه د زړه ناروغۍ، د هډوکو وراستېدو، شکر، سرطان او داسې نورې…چې دا د ژوند بڼې او ناروغیو پورې اړوند دي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته وویل چې په دې تړاو کره معلومات په لاس کې نه‌لري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ځوانانو ترمنځ د زړښت اړوند ناروغیو ډېرېدو په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې هېواد کې ډېری ځوانان د وزګارتیا له امله کړېږي. د ورزش لپاره د امکاناتو نشتون، د سالمو خوړو په اړه نه‌پوهاوی او نور موضوعات هغه څه بلل کېږي چې له امله یې، ځوانانو کې د زړو کسانو اړوند ناروغۍ په ډېرېدو دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام