د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو په شخصي لګښت د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د څه باندې ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې ۳۰ ښوونځیو او دیني مدرسو  د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو رییس میاګل صدیق سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ښوونځي او دیني مدرسې د څه باندې ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د روان کال تر پايه به ۲۵ ښوونځي د يونېسف له‌خوا جوړ او بیارغول کېږي چې ورسره به نور ۲۵ ښوونځي د غزني پوهنې رياست له بوديجې څخه ورغول ش.

هغه وویل: «غزني کې قره‌باغ، مقر، خواجه عمري، زنه‌خان، جاغوري، ده‌یک ولسوالیو او مرکز کې د ځايي خلکو لخوا د شاوخوا ۷۵ جریبه ځمکه د مدارسو او ښوونځیو لپاره ځانګړي شوې. خلک هم د خپل لګښت باندې شاوخوا ۴۵,۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې دوی یې جوړوي. هغه ۲۵ مکاتب نوي له سره رغوي چی بېلابېلو ولسوالیو کې دي او مالي ملاتړ یې، جاپان ورکوي، تطبیقوونکی یونېسف اداره ده. غزني کې او ۲۵ مکاتب د پوهنې ریاست یوازې د خپلې بودیجې باندې ترمیم‌ کوي.»

د غزني په جغتو ولسوالي کې د خلکو استازی عارف نظري چې په دې وروستیو کې یې د عامو خلکو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل کړې، سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک خپله لاس په کار شي.

هغه وویل: «ځینې کسان چې بهر دي، مرسته یې وکړه او هماهنکي وشوه چې دا ښوونځي باید له دې وضعیت ووځي او جوړ شي، خلک هم خوښ وو په ځانګړې توګه هلکان. ښوونځي انشالله جوړېږي.»

غزني کې یوه ښوونکي سيدبسم الله سلام‌وطندار ته وویل چې د خلكو له‌خوا د ښوونځيو جوړول د پوهنې برخه كې شته ستونزې تر يوه بریده هواروي او په وینا یې، د زده‌كوونكو پر زده‌کړو اغېز هم لري.

هغه وویل: «د ټولګیو نشتون ستونزه وه، د ودانۍ نشتون ستونزه، د همدې لپاره غواړو چې دا ودانۍ جوړه کړو. یوه معیاري ودانۍ ده؛ یو پوړیزه ده، اته ټولګي لري او لګښت یې، خلک ورکوي.»

د غزني د جغتو ولسوالي شاکي دره کې د اتم ټولګي زده‌کوونکی علي میثم چې اوس په نیمه ویجاړو او نړېدلو ټولګیو کې له خپلو ټولګیوالو سره پر زده‌کړو بوخت دی، وايي، خوښ دی چې خلک د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو په موخه لاس پر کار شوي. «دا چې ښوونځی مو جوړېږي، ډېر خوښ یم. ټولګیو مو ښیښې، مېز ، څوکۍ او فرش نه‌‌درلود، سم امکانات یې نه لرل او ستونزې مو لرلې.»

د غزني د پوهنې رییس میرنصیر احمد حسیني سلام‌وطندار ته وویل چې د دې ولایت اوسېدونکي د پوهنې په ارزښت د پوهېدو له امله د ښوونځیو په جوړولو کې د پام وړ ونډه لري. «نو خلک دا درک کړې چې د معارف سره دوی همکاري وکړي. موږ د غزني په ټولو ولسوالیو کې د استثنا د یوې ولسوالۍ هم نه، له موږ سره ملت، تاجران او خیریه بنیاد‌والو او متدین او اباد خلک چې الله تعالی ورته قدرت ورکړی، د موږ سره هم د مکاتبو په ایجاد کې عملا کار کړی او هم د مدارسو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ښوونځیو، درسي موادو او مسلکي ښوونکو کمښت د افغانستان د ښوونیز نظام پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهنې وزارت، عامو ولسونو او بهرنیو مرستندویه ادارو له لورې ددغو ننګونو د راکمولو په موخه مرسته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام