تعریف

د ژوند سبک د ارزښتونو، د چلندونو، عادتونو او سلیقو ټولګې ته ویل کېږي چې د یوه کس، ډلې او ټولنې د ژوند بڼې ته د جوړښت ورکولو برخه کې مرسته کوي. د ژوند سبک کېدای شي، په دوو برخو ووېشو: ۱- د ژوند مډرن سبک، ۲-  د ژوند کلاسیک سبک. د ژوند مډرن سبک، د ژوند هغې بڼې ته ویل کېږي چې د نوې ټکنالوژۍ او ورځنۍ عصري بڼونو تر اغېزو لاندې وي. د ژوند کلاسیک سبک بیا پایښت لرونکيو دودیزو ارزښتونو او لاروچارو پورې تړاو لري چې له ډېرې مودې راهیسې یې، بدلون نه‌وي کړی او د پخواني ژوند په بڼه ازمایل شوی وي. دې کې د جامو، دودیز ډیکور، دودیز خواړه او پخواني عادتونه او رسم‌رواجونه شامل وي.

د مسلې بیان

ورځ تر بلې د ټکنالوژۍ پرمختګ د افغانستان ځوانان د دې ته هڅولي چې د مډرن ژوند سبک له خپلو دودیزو ارزښتونو سره یوځای او ګډ کړي. د دې موضوع د لا ښه پوهاوي لپاره سلام‌وطندار د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې نظرپوښتنه کړې چې دې نظرپوښتنه کې ۵۵۴ کسانو چې ۲۷۷ یې، ښځې او ۲۷۷ یې، نارینه دي، ګډون کړی دی.

دې نظرپوښتنه کې په مډرن ژوند کې د ځوانانو د ژوند سبک، ټاکنو او تمایلاتو او پر دودیز ژوند سبک یې پر اغېزو ارزونه شوې. د نظرپوښتنې پایلې ښيي، عصري ژوند ته په کتو، ځوانان لېواله دي چې خپل ژوند کې دودیز او مډرن بڼې ژوند سره یوځای کړي.

همداراز د نجونو او هلکانو ترمنځ د تصمیم‌نیونې مشورو کې ډېر کم توپیر لیدل شوی؛ داسې چې نجونې د هلکانو په پرتله، په تصمیم‌نیونه کې مشورو ته ډېر ارزښت ورکوي.

د څېړنې اصلي پوښتنې

ځوانان د ژوند څه ډول سبک سره لېوالتیا لري؟

ځوانان د ژوند کومو برخو کې د پخواني او کومو برخو کې د مډرن سبک لواله دي؟

که څه هم اوسنۍ ټولنه د ټکنالوژۍ په پرمختګ او د واټنونو په راکمېدو سره بدله شوې او د ژوند سبکونه هم ورسره بدل شوي، خو بیا هم افغانستان کې پخواني دودونه او فرهنګونه څومره مینه‌وال لري؟

د څېړنې مخینه

د ځوانانو د ژوندانه په اړه بهرنۍ رسنۍ، بېلابېلې معلوماتي وېبپاڼې، ښوونیزو بنسټونو او بېلابېلو بنسټونو ګټورې او عملي مقالې او څېړنې خپرې کړې؛ خو په افغانستان کې د ځوانانو په شتون کې کومه میداني څېړنه نه‌ده شوې چې د دې څېړنې نوښت او اهمیت وښيي.

د څېړنې اهمیت

  1. د ځوانانو د ژوند سبک د ټاکلو تحلیل: د دودیزو او عصري ژوند طرزالعملونو سره یوځای کولو لپاره د افغان ځوانانو لېوالتیا ارزونې او په مختلفو برخو کې د دوی لومړیتوبونه تحلیل، لکهجامې، خواړه، موسیقي، جشنونه او دندې.
  2. د ټکنالوژۍ د اغېزو ارزونه: د ځوانانو په ورځني ژوند کې د ټکنالوژۍ د کارونې اندازه او د ځوانانو ژوند کې یې، اهمیت او عصري بهیرونو کې یې د تطابق بڼې ارزونه.
  3. د جنسیتي توپیرونو څېړنه: د ژوند په بېلابېلو برخو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د چلند او لومړیتوبونو توپیر تحلیل، له هغې ډلې د کورنۍ پرېکړې، د لباس ټاکل او د خوړو او میوزیک سره لېوالتیا.
  4. ګټورې لارښوونې: حکومت، رسنیو او ځوانانو ته د هېواد د دود ساتنې او ترویج ترڅنګ د ژوند سبک سره د غوره درک لپاره د ګټورو لارښوونو وړاندیزونه.

د څېړنې نېټه

دغه څېړنه د روان میلادي کال د ۲۰۲۴کال د جولای له ۱۵مې پیل او د همدې کال د اګسټ تر ۱۳مې نېټې پورې پای ته رسېدلې.

د څېړنې ننګونې

دا په بشپړه توګه روښانه ده چې د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د داسې سروې کول او د هغه د موادو راټولول، اسانه کار نه‌‌دی، خو بیا هم، موږ وکولای شول چې له دې ننګونو سره سره بیا هم دا نظرپوښتنه بشپړه کړو.

هغه ننګونې چې موږ د دې نظرپوښتنې پرمهال ورسره مخ شوي یو، په لنډه توګه یې، ځینو ته اشاره کوو:

  1. دا نظرپوښتنه په ډېر وخت کې وشوه؛
  2. نظرپوښتنه کې د ګډون لپاره د ځوانانو نه‌لېوالتیا؛
  3. د ګډونوالو له لوري نظرپوښتنې ته سم ځواب نه‌ویل؛
  4. خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې ځوانانو ته د دې نظرپوښتنې د پوښتن‌لیکونو وېش پرمهال محدودیتونه؛

د څېړنې متغییرونه

د ژوند سبک، تصمیم‌نیونه او لېوالتیا، د دې څېړنې له متغییرونو څخه دي.

د راپور لنډیز

دهېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د شوې سروې پایلې ښيي چې ځوانان د ټکنالوژۍ عصر کې په خپل ژوند کې د دودیز او مډرن سبکونو یوځای کېدو ته لېواله دي.

د سروې موندنې ښيي چې ځوانان د پوښاک، خوړو او تصمیم‌نیونې چارو کې ډېری لېواله دي چې مډرن او کلاسیک سبکونه سره یوځای کړي، په داسې حال کې چې کورني جشنونه او د دندې ټاکل، ډېری وخت په مډرن بڼه خوښوي.

په دې سروې کې د موسیقۍ اورېدل بیا یوازینۍ هغه برخه ده چې ځوانان لېواله دي، دودیزه او محلي موسیقي واوري.

بل‌خوا سروې کې د جنسیت له پلوه د ګډونوالو پایلې ښيي چې هلکان د نجونو په پرتله، د دودیز ژوند سبک او بڼې ته ډېر لېوالې دي؛ په داسې حال کې چې نجونې بیا مډرن او کلاسیک سبکونو ګډې بڼې ته غوره‌والی ورکوي.

بشپړ راپور

سلام‌‌وطندار د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې سروې کړې چې په دې سروې کې ۵۵۴ ځوانانو ګډون کړی. کابل په ۲۰.۶سلنه د سروې تر ټولو ډېر او بغلان بیا په ۰.۲سلنه د سروې تر ټولو کم شمېر ګډونوال لري. د ۵۵۴ ګډونوالو له ډلې یې، ۲۷۷ ښځې او  ۲۷۷ یې، نارینه دي.

د یادې سروې ګډونوال د بېلابېلو عمرونو اړوند دي چې له ډلې یې، ۵۰.۲سلنه ځوانان دي چې عمرونه یې، له ۲۰ تر ۲۵ کلونه دي. ۸.۳سلنه هم نور بیا له ۳۰ تر ۳۵ کلونو عمر لري.

د کورنۍ چارو کې پرېکړه‌نیونه: د سروې ۷۴.۳ سلنه ګډونوال پر دې باور دي چې د کورنۍ پرېکړې باید د کورنۍ د غړیو په مشوره وشي؛ په داسې حال کې چې ۱۹.۷سلنه د لویو پرېکړو او شپږ سلنه بیا فردي پرېکړې‌نیونې ته لېواله دي.

د پوښاک بڼه: ۵۱.۸سلنه لېواله دي چې دودیز او مډرن بڼې سره ګډ کړي او ۳۴.۸سلنه بیا دودیز پوښاک او ۱۳.۴سلنه هم نوی پوښاک خوښوي.

د خوړو ډولونه: ۵۶.۵سلنه دواړه دودیز او نوي خواړه خوښوي، ۲۸.۵سلنه یوازې دودیز خواړه غوره کوي او ۱۵سلنه هم یوازې نوي خواړه غوره کوي.

د میوزیک سټایل: ۴۳.۳سلنه دودیز میوزیک ته غوږ نیسي، ۱۶.۱سلنه نوی میوزیک ته او ۴۰.۶سلنه د دواړو ترکیب اوري.

د جشنونو لمانځل: ۵۶.۷سلنه د کورنۍ جشنونه په عصري ډول ترسره کول غوره ګڼي او ۴۳.۳سلنه هم بیا په دودیزه توګه جشنونه نیسي.

د دندې غوره کول: ۹۳.۵سلنه نوې دندې لکه ژورنالیزم او طب غوره بولي او یوازې ۶.۵سلنه دودیزو کارونو سره لېوالتیا لري.

د ټیکنالوژۍ کارول: ۳۷.۹سلنه په بشپړ ډول ټکنالوژي کاروي، ۳۰.۵سلنه یې تر یوه حده کاروي او ۱.۴سلنه هم په بشپړه توګه یې نه کاروي.

د ټیکنالوژۍ په اړه د لید ډول: ۹۷.۵سلنه ټکنالوژي د ژوند اساسي اړتیا ګڼي.

بل‌خوا د جنسیت له پلوه د سروې پایلې ښيي چې هلکان د نجونو په پرتله ډېر پخوانیو سبکونو ته لېواله دي. ډېری هغه کسان چې سروې کې یې، مډرن او یا مډرن او کلاسیک سبکونه ټاکلې دي، نجونې دي؛ خو ډېری ځوانانو بیا کلاسیک سکبونه ټاکلې دي.

د کورنۍ چارو کې پرېکړه‌نیونه: د هلکانو له ډلې، ۲۴.۵سلنه په دې سروې کې ویلي چې د ژوند پرېکړې یې، باید مشران ونیسي؛ داسې حال کې چې د نجونو له ډلې، ۱۴.۸سلنه هم وايي، ژوند کې یې، دا ډول پرېکړه‌نیونه غوره کړې.

پوښاک: د هلکانو له ډلې ۳۹.۴سلنه وايي، دودیز لباس سره لېوالتیا لري؛ په داسې حال کې چې د نجونو له ډلې ۳۰.۴ سلنه هم دغه ډول غوره کړی دی.

د خوړو ډولونه: د ټولو هلکانو ۴۰.۱سلنه وايي چې دوی محلي خواړه خوښوي. په داسې حال کې چې ۱۷،۴سلنه نجونو دغه ډول خواړه غوره کړي دي.

د موسیقۍ سټایل: د ټولو هلکانو ۵۱.۳سلنه ویلي، دوی د محلي دودیزو موسیقۍ سره علاقه لري. په داسې حال کې چې ۳۵سلنه نجونو دا ډول موسیقي غوره کړې.

د جشنونو جوړول: د هلکانو له ډلې ۴۹.۸سلنه ویلي، لېوالتیا لري چې کورني جشنونه په پخوانۍ بڼه جوړ کړي، داسې حال کې چې د نجونو له ډلې ۳۶.۶سلنه بیا دا ډول جشنونه غوره کړي دي.

وړاندیزونه:

  1. سره له دې چې دې سروې په عمومي ډول د ځوانانو د ژوند سبکونه ارزولي، دا وړاندیز کېږي چې رسنۍ او څیړونکيپه موردي توګه د ځوانانو د ژوند سبکونو پر بېلابېلو اغېزمنو مواردو څېړنې وکړي.
  2. وړانديز کېږي چې رسنۍ او څېړنيز بنسټونه د ځوانانو د ژوندانه په سبکونو کې توپيرونه د ښاري او کليوالي ژوند او همدارنګه د سواد د کچې په اړه وڅېړي.
  3. مسوول دولتي بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې د ټولنیزو بدلونونو په درک کولو سره د کلتور او ژوند کولو اصولو ته نوی تعریف وړاندې کړي، څو په هېواد کې د ټولنیزو تشو مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام