Asset 1SWN

ا.ا ایران ته: له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی مه کوئ، زغم وکړئ

images-6-qrnxsj0fb5s6dgbfo33t195n6bvqoj3qpyg35114so

د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ونه کړي او د هغوی پر وړاندې دې زغم وکړي. دغه وزارت نن پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د پولیسو ناوړه چلن د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي: «د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ایران څلوېښت کلن کوربه‌توب ستايي او له دغه هېواده تمه لري چې د تېر په څېر د افغان کډوالو پر وړاندې زغم او حوصله وکړي او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی پای بس کړي.»

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې د افغان کډوالو په زوره را اېستل د اسلامي او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب خلاف کار دی او په دې برخه کې باید د دواړو هېوادونو په همغږۍ د هڅونې پروګرامونه په پام کې ونیول شي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکنو چارو وزارت په وینا، ایران باید هغه موارد له منځه یوسي چې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي او منفي تبلیغاتو ته لاره هواروي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې ایراني پولیسو یو افغان کډوال چې تنکی ځوان دی، را څمولی او پر ورمېږ یې ګونډه ورايښې ده. د راپورونو له مخې، یاد ایراني پولیس د همدې ګونډې په وسیله د دغه افغان کډوال ورمېږ مات کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام