سلام‌وطندار د هېواد په کچه له ۳۵ مېرمنو سره د دوی د ژوند د «پېغلتوب او ځوانۍ» دورې په اړه مرکې کړې چې د یادو مرکو پرمهال، دوی ویلي، پېغلتوب یې، داسې تېر شوی چې هېڅ پرې نه‌دي پوه شوي.

دغه مرکه‌کوونکې مېرمنې د خپل ژوند د دې مهم پړاو، له لاسه‌ورکولو له امله اندېښمنې او هغوی چې دغه پړاو له لاسه ورکړی، ارمانجنې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو مېرمنو له ډلې ۱۲، د کورنیو بې‌وزلي او هم‌مهاله لوړې هیلې، لس نورو یې، د پرله‌پسې اولادونو زېږولو، اته د شکر او نورې ناروغۍ، هغه عوامل یادوي چې له امله یې، دوی په خپل پېغلتوب او ځوانۍ نه‌دي پوه شوي.

د مرکو په لړۍ کې درېوو نورو له کوره بهر د سختو او درنو کارونو او پاتې دوه یې، کورنی تاوتریخوالی د خپلې ښکلا او ځوانۍ د بې‌وخته ځپنې لاملونه بولي.

۲۶کلنه پلوشه او  ۳۰ کلنه فریبا هغه مېرمنې دي چې په کم عمر کې یې، د ډېرو اولادونو راوړو له امله خپل ښایست، پېغلتوب او ځواني له لاسه ورکړي.

پلوشه چې د ننګرهار اوسېدونکې ده او درې ماشومان اري، سلام‌وطندار ته وايي، کم عمر کې د دې واده، پرله‌پسې زېږون او ورسره د مناسبو خوړو نه‌شتون، د دې ځواني ستونزو کې تېره کړه.

هغې وویل: «زما مخ خرابیدو لامل دا دی چې ما مې خپل ورځني رژیم  ته سمه پاملرنه نه‌ده کړې، په کم عمرۍ کې مې واده وکړ. مشره مې لور پیدا شوه، بیا د کورنۍ خبرې وې چې بل نارینه ماشوم باید ولرم؛ هماغه و چې د کورنۍ تنظیم پلان مې تطبيق نه‌کړ، مخ مې ډېر خراب شو ، ځکه چې کم خونه یمه ، یو رقم تور داغونه مې مخ کې پیدا شول، د سترګو ديد مې ورسره خراب شو ځکه وینه مې کمه شوې ده.»

د څلور اولادونو مور فریبا وايي: «کله کله زه په یینه کې ګورم او زما او زما د کورنۍ شاوخوا ځینې خلک وايي چې تا د څلورو ماشومانو له امله ځان تباه کړی دی، نو زه هم کله په شیشه کې ګورم چې زما په پوستکي او د سترګو شاوخوا داغونه دي. ګونځې موندل شوي دي.»

افغانستان د کورنیو  کمزوری اقتصاد یوه له هغو ستونزو شمېرل کېږي چې له امله یې، مېرمنې اغېزمنې شوې دي. یو‌شمېر دغه مېرمنې له وخت وړاندې د خپلې ځوانۍ او پېغلتوب د لاسه ورکولو له لاملونو یو هم بې‌وزلي بولي او په وینا یې، د مناسبو خوړو نشتون او د اساسي اړتیاوو نه‌برابرېدو یې، د ژوند خوند ترې اخیستی دی.

د کاپیسا اوسېدونکې تورپیکۍ چې پنځه اولادونه لري، وايي، د کورنۍ تنګسې او اقتصادي ستونزو  یې، پر ژوند او فزیکي جوړښت اغېز وکړي او د ځوانۍ مرحله یې، اغزمنه شوې. «د ضعیف اقتصاد  له امله مې  روغتیایي ستونزې زیاتې دي. د مناسب خوړو کم‌والی، دکم خوني  او تشویشونه لامل شوي دي.»

۳۵کلنې فریبا هم وویل: «د ضعیف اقتصاد له امله ما نشو کولی سم خواړه وخورم همدې له امله کم خونه او د بدن ویټامینونه له کمښت له امله مې جلد او وجود ورځ تر بلې خرابېږي او په ۳۵ کلنۍ کې د ۴۰ کلونو په عمر ښکارم او ټول راته وايي چې زړه شوې یې.»

سهیلا چې د پنځو اولادونو مور ده او قمرګله بیا څلور اولادونه لري، دوی وايي، درنو کارونو پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.

سهیلا وویل: «تر لمر لاندې کار کول،  په تنور باندې ډودۍ پخول او د خاورو جارو کول، په مخکې د ګونځو پیدا کیدو لامل او دا چې کم خونه یم او وجود مې د ویتامینونو د کمښت له امله خراب او زوړ شوی دی.»

قمرګلې هم سلام‌وطندار ته وویل: «دا چې کور او بیرون ټول سخت کارونه کړو او د سړیو سره په بیروني کارونه کې لکه د واښو، د کچالو، غنم او کرنیزو کارو کې دوی سره کار کول او  په خپل وخت سمه ډودۍ نه خوړل حتا د زیات کار له امله مو همیشه د سهار چای له یاد وتلی وي.»

له دې ستونزو ورهاخو یوه، د کورنیو خپلمنځي شخړې او تاوتریخوالی هم، هغه لامل بلل کېږي چې ډېر زیان یې، تر ډېره مېرمنو ته رسېږي. ۲۶ کلنې زینب ته د کورني تاوترخوالي او ناسم چلند روحي او جلدي ستونزې پیدا کړې دي.

هغې وویل: «زما پر مخ چې تاسو کومې لکې یا دا د پوستکي مشکلات وینې، لامل یې دا دی چې د ولادت څخه وروسته سمه نه‌یم تغذیه شوې، کومو خوراکونو ته چې زما بدن ضرورت درلود، هغه مې نه‌دي ترلاسه کړي. همدارنګه د کورنۍ خشونت او ظلمونه هم ددې لامل شوي چې ماته روحي ستونزې پیدا کړي او همدا ددې لامل شوي چې پر مخ مې دا مشکلات پیدا شوي دي.»

روغتیاپالان او ارواپوهان تاییدوي چې مېرمنې او نجونې د ستونزمن وضعیت پرمهال له روحي او فزیکي اړخه ځورول کېږي او پر ځوانۍ یې اغېز کوي.

ارواه‌پوه هیبت‌الله ابراهیم‌خېل وايي، کله چې یوه نجلۍ ودېږي، نوی ژوند او نابلدتیا سره مخ وي او دا چاره پر دوی ژور اغېز کوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د ښځو بې‌وخته زړښټ زیات عوامل لري، دا چې مېرمنې عاطفي دي او همدې دلیل زیاتې او زر پر رواني ستونزو اخته کېږي، اضطراب، استرس او کله توجو ونه‌شي. په لويو ستونزو بدلېږي او د دوی په وجود او جلد منفي اغېزې کوي او دا چې ټولنه کې په لوړه او درنه سترګه نه‌کتل، په ښځو د تفریح، تعلیم او کار کولو محدیتونه هم د دې باعث شوي چې خرابې شي. حل لاره یې دا ده چې احترام ورته وشي، مینه ورکړل شي، حق ورکړل شي. همدا د دې باعث کېږي چې دوی تازه او ځوانې پاتې شي.»

د نسایی او ولادي برخې ډاکټر سمیرا شهیر بیا په کم عمر او جبري وادونه، هغه ستونزې بولي چې د مېرمن هیلې یې خاورې کړي دي. «د پرلپسې اولادونو پیدا کول یې بیا د دې لامل کېږي چې د دوی وجود کافي تغذیې ته اړتیا پیدا کړي. کله چې پوره او مناسب خواړه تر لاسه نه کړي باعث ددې کیږي چې ستونزو سره مخ شي. په ټوله کې د امینداورۍ مرحله کې د ځينو مرضونو  او کم خونۍ سره مخ کېږي همدا ددې لامل کېږي چې بې وخته زړې او فزیکي جوړښت یې زیان وویني. زیاتره هغه میرمنې د سینې پر سرطان هم اخته کېږي چې په کم عمرۍ کې یې واده کړی وي او بې‌وخته اولادونه پیدا کړي.»

خو د پوستکي برخې متخصصین بیا وايي، که سپینو او وچو پوستکو ته لازمه پاملرنه ونه‌شي، ژر خرابیدلی شي. د پوستکي ناورغیو ډاکټره سمیرا سمیع‌زاده پر دې باور ده چې د مناسبو او پوره خواړه نه‌نشتون، د اوبو کموالی، روحي او رواني فشارونه او له بې‌کیفیته ارایشي وسایلو ګټه‌اخیستنه، پوستکی ژر زیانمنوي.

نوموړې ووویل: «نظر سړیو ته ښځې ژر زړېږي، د جلد زړښت او خرابوالي دلایل فرق لري. هغه جلدونه چې وچ سپین وي، اصلي لامل د اوبو کموالی هم دی، استرس، رواني فشارونه هم د دې لامل کېږي. کم‌خوبي، بې اشتهاهي، کاهش هورمن نور عوامل دي چې د جلد خراب والي لامل کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باور دا دی که مېرمنو او نجونو ته د خپلو حقونو ورکړې ته لومړیتوب ورکړل شي او له بې‌ځایه محدودیتونو سره مخ نه‌شي، نه‌یوازې دا چې د دوي روغتیا او فزیک به ساتل شوی وي، د کورنیو ډېرې ستونزې ورسره حل کېدلای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام