سلاموطندار د ځوانانو ترمنځ له لوړو زدهکړو د پاتېکېدو کچې او لاملونو ترڅنګ، ټولنه کې د لوړو زدهکړو اغېزمنتیا، ټولنه کې د لوړو زدهکړو پرېښودو پایلو او د لوستو ځوانانو د خوښۍ کچې اروزنې لپاره کابل کې سروې کړې چې دې سروې کې ۳۲۰ ځوانانو ګډون کړی دی. په دې سروې کې له ۳۲۰ کسانو، ۶۳ کسان چې ۱۹.۷سلنه کېږي، ښځې دي.
د سروې د ۳۲۰ ګډونوالو له ډلې، ۱۸۸کسان چې ۵۷.۷سلنه کېږي، ویلي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له لوړو زدهکړو پاتې دي. له لوړو زدهکړو د پاتې کسانو له ډلې یې، ۵۵.۸سلنه له ښوونځي فارغ، ۲۰.۸سلنه یې لومړنۍ زدهکړې، ۱۸.۱سلنه ۱۴ څخه فارغ او ۳.۸سلنه هم نالوستې دي. ۵۱.۱سلنه ځوانان چې لوړې زدهکړې یې پرېښي، لامل یې اقتصادي ستونزې یادې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۷.۱سلنه هم د لېوالتیا نشتون او ناهیلي او ۱۱.۷سلنه هم د کورنۍ نه ملاتړ او یا هم له وخت وړاندې واده یاد کړی دی. ۱۰.۱سلنه هم ویلي، هېواد کې د لوړو زدهکړو شرایطو نهشتون له امله یې دوام نهدی ورکړی.
د دې سروې یو ګډونوال ۱۹کلن محبالله چې ښوونځی یې نیمايي کې پرېښی، وايي، د اقتصادي ستونزو او د شرایطو نهبرابرېدو له امله له زدهکړو پاتې شوی دی. «زموږ په سیمه کې اقتصادي وضعیت او جګړې د دې لامل شو چې ښوونځي پریږدم؛ زموږ سیمه جوزجان ده او د جمهوریت پرمهال زموږ په سیمه کې جګړه روانه وه. کله ناکله موږ یوځای او کله کله بل ځای ته تللو او دا د دې لامل شوی چې زدهکړې له لاسه ورکړم.»
د دې سروې يو بل ګډونوال عابد سلطاني چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي محصل و، وايي، د خپلو زدهکړو راتلونکې ته نااميدۍ لامل شوه چې زدهکړو ته دوام ورنهکړي. «ما د تاریخ په څانګه کې د ټولنیزو علومو په څانګه کې زدهکړې کولې. د هېواد اقتصادي وضعیت او اوسنیو شرایطو له امله مې ونه شوای کولای، خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم او په درېیم سمستر کې پاتې شوم. ځکه زه په افغانستان کې د خپلې اکاډمیک راتلونکي لپاره هیله نهلرم.»
د هغو ځوانانو له ډلې څخه چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې، ۸۷.۲سلنه وايي، دوی د خپلې راتلونکي په اړه اندېښمن دي، ۵.۹سلنه ویلي چې اندېښنه یې کمه ده او ۶.۸۹سلنه نورو ویلي، دا چې لوړې زدهکړې یې نهدي کړي، هېڅ اندېښنه نهلري.
عابدوليد چې په اووم ټولګي کې يې ښوونځى پرېښود، وايي، که څه هم غوښتل يې په راتلونکي کې ډاکټر شي؛ خو بېوزلۍ اجازه ور نهکړه چې خپلې موخې ته ورسېږي. «زه په دې اندېښمن یم چې زموږ راتلونکی به څه وي او موږ چیرته روان یوو! زه غواړم د خپل راتلونکي لپاره زدهکړه وکړم؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله نهشم کولای او ډېر اندېښمن یم، ځکه چې زه به یوه ناڅرګنده راتلونکې ولرم.»
په دې سروې کې د لوړو زدهکړو لرونکو ځوانانو پر ژوند د زدهکړو اغېزمنتیا کچې په اړه هم ارزونه شوې چې ۴۴.۲سلنه ګډون کوونکي وايي، د زدهکړو له لارې چې عواید ترلاسه کوي، لږ خوښ دي، ۳۴.۱سلنه ویلي، هېڅ خوښ نهدي، ۱۲.۴سلنه وايي، ډېر راضي دي او ۹.۳سلنه نورو هم ویلي چې ډېر زیات له خپل عوایدو خوښ دي.
په دې سروې کې د لوستو ځوانانو د کار او زدهکړو ساحه هم څېړل شوې او ۴۵.۸سلنه ویلي، دوی د خپلې رشتې اړوند برخه کې کار کوي. ۲۹سلنه ویلي چې دوی د خپلې رشتې خلاف کار کوي. ۱۳.۷سلنه هم ویلي، د دوی تحصیلي رشته او کار برخه یو څه ورتهوالی لري او ۱۱.۵سلنه ویلي چې دوی وزګار دي.
د سروې یوه بله ګډونوال یسنا امیري چې د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغه شوې، وايي: «کومه برخه کې مې چې لوړې زدهکړې کولې، هغه وخت راضي وم، خو هغه بدلونونه چې راغلل او هغه محدودیتونه چې ولګول شول، زه نشم کولی هغه څه ترلاسه کړم چې ما غوښتل او اوس هغه عاید چې ما د هغه څه په پرتله چې ما زدهکړي، زما لپاره د قناعت وړ نه دی او زه راضي نه یم.»
د پوهنې برخې یو کارپوه جمالالدین سلیماني وايي، د دې ننګونو د حل او د ځوانانو د هڅولو لپاره باید له لوړو زدهکړو وروسته د کار د ترلاسه کولو ضمانت شتون ولري.«ځوانان په ناامنۍ کې ژوند کوي او دا ناامني یوازې جګړه نه ده؛ اقتصادي ناامني او د راتلونکي په اړه ناامیدي، هغه څه دي چې ځوانانو د لوړو زدهکړو مخه نیسي.»
ښوونه او روزنه د ټولنې د پرمختګ په بهیر کې مهم رول لوبوي او د اقتصادي ودې او د فرد او ټولنیز ژوند د شرایطو په ښه والي کې مرسته کوي؛ خو په افغانستان کې یوشمېر ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله زدهکړې پرېږدي او یا هم له زدهکړو محروم پاتې کېږي.