Asset 1SWN

جاپان په افغانستان کې د معیشت بدیل لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي

The-meeting-of-the-Japanese-ambassador-with-Abdul-Kabir-1-qqsleeivkb5mrs7xcg6f9lte7r5vxr3213va91uzd4

په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د معیشت بدیل لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلی چې کورومیا دا موضوع د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره سره په لیدنه کې کړي او په بېلابېلو برخو، په تېره د خصوصي سکټور برخه کې یې د جاپان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد عبدالکبیر هم د جاپان مرستې ستایلي او ویلي یې دي چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د تعامل پراخوالی او د اړیکو پیاوړتیا غواړي.

ټاکل شوې دا پیسې د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ته وسپارل شي، څو په هلمند، بدخشان او کندهار ولایتونو کې پرې د زیانمنو کسانو ملاتړ وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ا.ا د دوحې په درېیمه غونډه کې له هېوادونو غوښتي و چې افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او کروندګرو ته د معیشت بدیل وړاندې کولو برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام