Asset 1SWN

بامیان کې ۲۰زره ټُنه جست پر څه باندې اووه میلیونه ډالر وپلورل شول

download

د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان د یکاولنګ ولسوالي د «ګنده کوتل» سیمې د ۲۰زره ټُنه جستو تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړ.

دغه تړون چې ارزښت یې اووه میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو ته رسېږي، نن چهارشنبه، غبرګولي نهمه کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د یاد شرکت د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل چې ګټونکي شرکت یو ټُن جست په ۳۹۰ ډالره اخیستې دي.

د نوموړي په وینا، هېواد کې پر کانونو پانګونه به خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي. «ښه نرخ یې ورکړ،ماشالله ۲۰زره ټُنه جست چې ارزښت یې ۷میلیونه او ۸۰۰زره ډالره کېږي او تاسو ګټونکي شوی او پر کانونو پانګه‌ونه به د کاري فرصتونو رامنځته‌کېدو لامل شي.»

په دې داوطلبۍ کې۳۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو کډون کړی وو چې له ډلې یې کورنۍ شرکت ګټونکی شو.

د ګټونکي شرکت مسوولان له سرپرست حکومت غواړي چې هېواد کې د کاني موادو پروسس کارخونې رامنځته کولو لپاره دې ورته برښنا برابره کړي.

د یاد شرکت رییس شیخ‌احمد وکیلي وویل: «له حکومت مو غوښتنه دا ده، که برښنا برابره کړي، سوداګر کولای شي، د کانونو موادو پروسس لپاره کارخونه جوړه کړي، که برښنا وي، افغانستان د کار لپاره ښه ځای دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا مهال په نړیوال بازار کې د یوه ټُن جستو بیه ۲۵۰۰ ډالره ده چې افغانستان کې د پروسس زمینې نشتون له امله په ۳۹۰ ډالرو پلور کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام