Asset 1SWN

ډیلي او لکناو نن په ای‌‌پي‌اېل کې لوبه کوي

f2a0bdd1-80ee-4de6-a361-b365d525c8f1

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۴مه لوبه کې لکناو سوپر جاینټز له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، مې ۱۴مه د هند د ډیلي په «اروون جېټلې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لکناو سوپر جاینټز لوبډله د ډيلي لوبډلې په پرتله د یاد لیګ پلې‌اوف ته د تلو چانس ډېر لري. لکناو له کړیو دولس سیالیو څخه شپږ ګټلي او شپږ یې بایللې دي چې د سیالیو جدول اووم ځای کې شتون لري.

که څه هم یاده لوبډله د مخته تلو چانس لري، خو یوازینۍ ستونزه به یې رنز‌رېټ وي چې دې لوبډلې خپلو وروستیو دوو لوبو کې په لوی توپیر ماتې وخوړلې.

ډیلي لوبډله هم په شپږم ځای کې شتون لري او دې لوبه کې باید لکناو ته په لوی توپیر ماته ورکړي او د نورو لوبډلو د لوبو پایلو ته باید په تمه شي. ډیلي هم له ۱۳ لوبو شپږ ګټلي او اووه یې بایللې دي.

تراوسه کلکته لومړۍ لوبډله ده چې د یاد لیګ پلې‌اوف پړاو ته یې لاره پیدا کړې او ممبی انډیینز او ګجرات بیا هغه لوبډلې دي چې له دې لیګ وتلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو څلور لوبو کې درې ځلې لکناو او یو وار ډیلي کپېټلز لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام