ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په وروستیو دوو میاشتو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. دغو رسنیو د ایراني چارواکو له خولې لیکلي چې یوازې تېره پنجشنبه ۱۶زره افغانان له ایرانه اېستل شوي دي.
په ایران کې یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې د کډوالو پر وړاندې د حکومت فشارونه زیات شوي او په ډېری ښارونو، په تېره د دغه هېواد په شمالي ښارونو کې افغانانو ته د کار کولو او اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.
په ایران کې افغان کډوال نوروز رحماني وايي، په وروستیو ورځو کې له کوره بهر د افغان کډوالو ګرځېدل ستونزمن شوي دي. هغه زیاتوي: «افغان کډوال په سخت وضعیت کې ژوند کوي. له هر اړخه؛ د کار له اړخه، امنیتي ګواښونه زیات دي، روحي او اروايي فشارونه یې زیات دي. که د افغان په توګه درملتون ته ورشې، درمل نه در کوي، کور په کرایه نه درکوي، موږ ته مسلکي او مهم کارونه نه راکوي، نیول زیات دي، په ځانګړې توګه په شمالي برخه کې یې.»
متین سروري او امید پویا بیا هغه دوه نور افغانان دي چې په ناقانونه توګه ایران کې ژوند کوي. دوی سلاموطندار ته ویلي چې له یاد هېواد څخه د افغان کډوالو په زوره اېستل او پر دوی د ایراني پولیسو څار ډېر شوی دی.
«مالي ستونزې ډېرې دي. کار نه راکوي، ډېر مو ځوروي. ځینې نانوایانې ان ډوډۍ نه راکوي. ډېری ستونزې کمعمره ځوانان لري چې څوک کار نه ورکوي.»
«موږ چې ایران ته پناه وړې، له زرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو. روحي او اروايي فشارونه زیات دي، کډوال څارل کېږي. سره له دې چې په زوره اېستل ډېر شوي، خو کاري فرصتونه هم موږ ته ډېر کم دي، اړ یوو چې کارګري وکړو.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد د ایران له حکومت څخه غواړي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي او په زوره یې را ونه باسي. هغه زیاتوي: «موږ غواړو چې پر کډوالو فشار را نه وړل شي او په زوره ونه اېستل شي. څرنګه چې ایران له کلونو راهیسې افغان کډوال زغملي او کوربهتوب یې کړی، دا پروسه دې پر مخ یوسي، څو هغه ذهنیت چې افغانان یې د ایران په اړه لري، خراب نهشي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې ایراني چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د کرمانشاه په ګډون، د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر حضور، اوسېدو او کار کولو بندیز لګول شوی دی. د دوی په وینا، په تېرو پنځو ورځو کې څه باندې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي دي.
بلهخوا د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې هم ښيي چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۴ زره افغانان له ایران څخه بېرته افغانستان ته را اړول شوي دي.