د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې «UNICEF» له لوري د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ رغیزو پروژو چارې پیل شوې.
دغه پروژې به مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، په یادو پروژو کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړول او ۱۰ ښوونځیو ته په لمریزه برښنا سمبال د ژورو څاهګانو کېندنه، د لاس مینځلو ځایونو، کانکریټي کثافتدانیو او تشنابونو جوړول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو له جوړېدو سره به د ۶۰۰ زدهکوونکو د سرپناه ستونزه هواره شي، ۳۰۰ ښوونکو او شاوخوا ۸ زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظالصحې اسانتیاوې برابرې شي.
لوګر پوهنې ریاست ویاند په وینا، په پام کې ده چې ورته پروژې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پلې شي.
د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د یونېسف له لوري مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د پوهنې اړوند ۱۳رغنیزې پروژې پيل شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په نږدې ورځو کې به د لوګر په مرکز پلعلم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د ۱۰ ښوونځيو بیارغونه پيل شي.