روسیه د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دوه کلن ازمایښتي پروګرام د یوې برخې په توګه د لومړي ځل لپاره دغه هېواد کې اسلامي بانکداري پیلوي.
د اټکل له مخې په روسیه کې ۲۵ میلیونه مسلمانان ژوند کوي او دغه هېواد کې ګڼشمېر اسلامي مالي بنسټونه شتون لري، خو دا لومړی ځل دی چې د یاد هېواد قانون اسلامي بانکدارۍ ته اجازه ورکوي.
د روانې اګسټ میاشتې پر څلورمه نېټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسلامي بانکدارۍ د امکاناتو د ارزولو لپاره یو قانون هم لاسلیک کړ.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسلامي بانکدارۍ دغه ازمیاښتي پروګرام به د روسیې څلورو ایالتونو چیچنیا، تاتارستان، باشکورتوستان او داغستان کې پیل شي.
دغه ایالتونه چې اکثریت مسلمانان پهکې ژوند کوي، د اسلامي مالي چارو په برخه کې خورا ډېره تجربه لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که روسیه ک د اسلامي بانکدارۍ دغه ازمایښتي پروګرام بریالی شي، د پلان له مخې به د هېواد په نورو برخو کې هم بدلونونه رامنځته شي.