Asset 1SWN

پکتیا کې څه باندې ۹۰۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه

۵۵۵۵۵

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د پیسو بدل کې د کار کولو اړوند پروژه پیل شوه چې ورسره ۹۰۰۰ کسانو ته هم بوختیا پیدا شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پروژه د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د ناروې کمېټې له لوري پلې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د پکتیا ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر زاهب‌الله ارسلا سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې پروژې پيل سره د مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو کې ګڼ‌شمېر وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاده پروژه کې د غرونو لمنو کې د باران اوبو زېرمې لپاره کندې اېستل کېږي او د ترڅنګ به یې کليو کې ځینې لښتي «ویالې» هم جوړې شي.

د پکتیا ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر زاهب‌الله ارسلا زیاته کړه چې دغه پروژه د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي چې هر کاریګر ته به د ورځې د کار بدل کې پنځه ډالره ورکړل شي.

نوموړي وويل«دغه پروژه د پکتيا د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د ناروې کمېټې له‌خوا پلې کېږي. یاده پروژه کې ۹۱۴۷ کسان کار کوي. مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو زرمت، احمدابا او سيدکرم کې تطبیق کیږي چې ځوانان پر کار پکې بوختيږي، سېلابونو مخنیوی به وشي او ځمکې به له تخریب ژغورل کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر هغه کسان چې دې پروژه کې ورته د کار کولو زمینه برابره شوې، وايي، خوښ دي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي او له اړوند بنسټونو د ورته نورو پروژو د پلې‌کېدو غوښتنه هم کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام