Asset 1SWN

هرات کې په لومړي ځل د «انلاین کاروبار» مرکز پرانېستل شو

کار آزاد (2)

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد له لوري نن دوشنبه د زمري دویمه هرات کې د ۲۳زره ډالرو په لګښت د فریلنسینګ یا د «انلاین کاروبار» لومړنی مرکز پرانېستل شو.

د یاد مرکز د پرانېستلو پر مهال محمدیونس راشد وویل، دغه مرکز کې ځوانان کولای شي چې په نړیواله کچه «انلاین کاروبار» زده‌کړي او د ځان لپاره بېلابېل کارونه پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د دې لپاره چې هېواد کې د ټولو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه نشته، په همدې دلیل دغه مرکز د ټولو لپاره په د انلاین کار کولو زمینه برابروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد وویل: «د دې پروګرام د جوړېدو موخه دا ده چې د ځوانانو لپاره د انلاین کاروبار له لارې کار پیدا کړي، په ځانګړې توګه هغه ځوانان چې لوستې دي او وړتیا لري.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین په وینا، ځوانان د انلاین کاروبار له لارې کولای شي د نړۍ په کچه پروژې اجرا او ښه ګټه‌وټه ترلاسه کړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني بیا د یاد مرکز د پرانېستې پرمهال وویل، د انلاین کاروبار دغه لومړنی ښوونیز مرکز به د ځوانانو لپاره ګټور تمام شي. هغه وویل: «هڅه شوې چې دې برخه کې ځوانان خپل ځان ته بازار پیدا کړي، لومړیو کې زده‌کړې وکړي او بیا کار پیدا کړي.»

یوشمېر هغه ځوانان چې د «انلاین ازاد کاروبار» ښوونیز مرکز کې یې نوملیکنه کړې، هیله څرګندوي چې راتلونکې کې به د ځوانانو ترمنځ د وزګارتیا کچه ټيټه شي.

د دغه ښوونیز مرکز یوه ګډون‌کوونکي شېراحمد وویل: «هیله‌مند یم چې دا به هرات کې د وزګارتیا ګراف راټيټ کړي او ځوانان وکولای شي، کار او دنده ترلاسه کړي، څو اقتصادي ستونزې یې حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د انلاین ازاد کاروبار ښوونیز مرکز داسې مهال هرات کې پرانېستل کیږي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو په وینا، هېواد کې په ځانګړې توګه هرات کې د تحصیل کړیو ځوانانو ترمنځ د وزګارتیا کچه ډېره لوړه او هره ورځ ګڼ‌شمېر ځوانان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره نورو هېوادونو ته کډوالېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام