Asset 1SWN

سلام وطندار

شوکت میرضیایوف د اوزبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

Shaukat-Mirzyayev11233-q97aha1n1t1w1njoufrfsbenkk9wyjbauptj5ek77s (1)

د اوزبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان کړی چې شوکت میرامانوییچ میرضیایوف چې د لېبرال ډیموکراټیک ګوند په استازولۍ نوماند شوی و، د دغه هېواد ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، میرضیایوف د ۸۷،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د اوو کلونو لپاره د اوزبکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د دغو ټاکنو د نورو نوماندانو له لوري د عدالت سوسیال ډیموکراټ ګوند په استازولۍ رابعه‌خان انورنه محمودوا ۴،۴۳، د خلق ډیموکراټیک ګوند په استازولۍ اولوغ‌بیک ایلیاس اوویچ عنایت‌اوف ۴،۲ سلنه او د چاپېریال ساتنې ګوند په استازولۍ عبدالشکور خدای‌قول‌اوویچ حمزه‌یوف ۳،۷۴ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د اوزبکستان په ولسمشریزو ټاکنو کې ۱۵،۶ میلیونه کسانو ګډون کړی دی. په دغو ټاکنو کې ۱۱۷۸۸۹ یا هم ۰،۷۶ سلنه ناسمې رایې کارول شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرامانوویچ میرضیایوف د مې میاشتې په اتمه د دغه هېواد د مشرانو جرګې له استازیو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، قضايي او اجرایوي چارواکو او فعالانو سره د ټول‌پوښتنې پایلو په اړه ویلي و چې د ولسمشري ټاکنې به له وخت مخکې د جولای په نهمه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام