د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وسلهوال برید غندلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر هغه ساتونکی هم ستایلی چې نظاماني ته یې ځان سپر ګرځولی او هغه یې له مرګ نه ساتلی دی.
شهباز شریف د دې پېښې د هراړخیزو څېړنو غوښتنه هم کړې ده. د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې یو پاکستانی ټپي شوی دی.
په همدې حال کې ځینو پاکستاني خبریالانو د سرچینو له قوله لیکلي چې پر عبیدالرحمان نظاماني دغه وسلهوال برید کابل کې د پاکستان سفارت ته نږدې له یوې ودانۍ شوی دی.
بلهخوا د بهرنیو چارو وزارت هم کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد پر ټویټر لیکلي چې یاد برید غندي او له کبله یې یوه ټپي ته هم د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې په کابل کې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو امنیت وګواښي.
تر اوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.