د غزني ځايي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت قرهباغ ولسوالي کې د سېلابونو راوتلو په دلیل د اسلامي امارت ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې پایله کې یې ۱۰ سرتیرو ژوند بایللی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي عمر حقاني سلاموطندار ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت قرهباغ ولسوالي کې له سختو وروښتونو وروسته سېلابونو د اسلامي امارت یو رنجر موټر وړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د دغې پېښې پایله کې د اسلامي امارت ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.
د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس زیاتوي چې د دغه ولایت نورو ولسوالیو او سیمو کې هم سېلابونه راوتي چې دامهال د اوښتو زیانونو کچې مالومولو او د زیانمنو شویو سیمو سروې روانه ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه نورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.