په غزني کې د دیني عالمانو په مالي لګښت د دغه ولایت د مرکز په ګډون د بېلابېلو سیمو د شلو جوړو د ډلیز واده مراسم نن ترسره شول.

د یاد ډلیز واده تنظیموونکی او دیني عالم سیدګل احمد معتمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ډلیز واده کې څلوېښت نجونې او هلکان شامل دي چې ټول لګښت یې د دیني عالمانو له لوري ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د دغه ډلیز واده یو‌شمېر زومان وايي چې په یوازې ځان یې د واده د لګښت توان نه درلود او له همدې امله یې دغه ډلیز واده کې ګډون کړی دی.

سیدحسن علوي چې د یادو شلو زومان له ډله دی، وايي، خوشحاله دی چې دغه ډلیز واده کې یې ګډون کړی او په وینا یې، د بېل واده د لکښت توان یې نه درلوده.

بل‌خوا د دغه ډلیز واده یوه ناوې راحله ګلستاني له نورو ځوانانو غواړي چې په دغه شان پروګرامونو کې د خپل واده مراسم ترسره کړي، څو له یوه پلوه د اسلام‌ پیغمبر سنت پر ځای شي او له بل‌خوا د لوړ لګښت څخه مخنیوي وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په غزني کې هرکال د بېلابېلو بنسټونو او دیني عالمان په مرسته د ډلیزو وادونو مراسمو ترسره کېږي. په لږ لګښت د ډلیزو ودونو ترسره کول، په ټولنه کې د خلکو له هرکلي سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام