په هلمند ولایت کې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مارجې، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې د ولسي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو امر محمد قاسم ریاض وايي چې پرون د مارجې ولسوالي د دښت په حوزه کې د ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله دوه کسان ټپیان شوي چې یوه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د باباجي ولسوالي په لوی مانده سیمه کې بیا د کليوالو ترمنځ په نښته کې یو کس ټپي شوی دی.
په همدې حال کې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په ناکیلو سیمه کې د دوو ورونو ترمنځ د شخړې له امله یو کس ټپي شوی و چې وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړي همداراز وویل چې په باباجي او نادعلي ولسوالیو کې هم د ځايي ولسي خلکو ترمنځ شخړې شوي چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د یادې پېښې په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.
دا په داسې مهال ده چې دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د شخصي شخړو له امله یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.