په فاریاب، بغلان، پروان، میدانوردک او بادغیس ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د فاریاب له پېښو سره د مبارزې امر سید مسعود وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قیصار، کوهستان او پښتونکوټ ولسوالیو او میمنې ښار کې د سېلابونو راوتلو له امله ۴ کسانو ژوند بایللی او یو زر او ۳ سوه کورونه سېلابونو وړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، دغه پېښه کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او تر ۳۰۰ پورې څاروي له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د فاریاب اوسېدونکی عبدالعزیز سلاموطندار ته وايي، بېګاه میمنې ښار کې د سېلابونو راتلو په دلیل تر ۵۰۰ د اوسېدو کورونو زیان لیدلی چې ځینې یې په بشپړ ډول او د یوشمېر یې یوه برخه وران شوي دي.
بغلان کې ځايي سرچینو هم رسنیو ته ویلي، چې دغه ولایت کې د ورښتونو او سېلابونو راتلو له امله ۴ کسانو ژوند بایللی.
خو د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مصطفی هاشمي د یوه کس مړینه تاییدوي او زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.
دې سره پروان او بادغیس ولایتونو څخه هم سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د سېلابونو راوتلو له امله، بادغیس کې پنځه او پروان کې ۲ کسان مړه شوي. همدارنګه میدانوردک، هلمند او فراه کې هم سېلابونه او تېز بادونه راغلي، چې خلکو ته زیان درانه زیانونه اړولي دي.
د میدانوردک یو اوسېدونکی وايي: «د میدان وردګ په یوشمېر ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي، د خلکو ځمکې خرابې شوي چې تېر کال هم ورته زیان رسېدلی و او خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي وو.»
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معین مولوي شرفالدین مسلم وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې، د ثور میاشتې له ۱۱مې تر چهارشنبې ورځې لسو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو په دلیل له ۱۸ څخه تر ۲۰ پورې کسانو ژوند بایللی او نژدې ۳۰ نور ټپیان شوي.
هغه وویل، دغه شمېرې لومړنۍ دي او د سروې بهیر جریان لري.