په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په خپل تازه مرکه کې ویلي د افغانستان ځينې ګاونډي او د سیمې ځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو دغه هېوادونه د امریکا له وېرې دا کار نه شي کولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 کراکر زیاته کړې، د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېرو هڅو او اقداماتو ته اړتیا لري او تر هغه یې چې امریکا د اسلامي امارت حکومت په رسمیت و نه پېژني د سیمې یو هېواد به هم دغه ډول اقدام ترسره نه کړي.

 هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، که د سیمې هېوادونه د امریکا له خوښې پرته د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پېژني، نو ښایي له بندیزونو سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دغه پخوانی امریکايي ديپلوماټ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو په لټه کې دی. خو شاوخوا ۷ میاشتې وشوې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی خو یو هېواد هم تراوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام