یو‌شمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه هېواد غواړي په افغانستان کې د غوره طبي زده‌کړو لپاره په کابل کې د خیبر طبي پوهنتون څانګه جوړه کړي.

د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، یاده موضوع د خیبر طبي پوهنتون د مسوولانو او د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خیبر طبي پوهنتون مرستیال پروفیسور ضیاء‌الحق په پېښور کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ له چارواکو سره په دې لیدنه کې ویلي، په کابل کې افغان زده‌کړیالانو ته د پرمختللو طبي زده‌کړو لپاره د خیبر طبي پوهنتون د څانګې جوړول به افغان زده‌کړیالانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د خیبر طبي پوهنتون مرستیال ټينګار کړی چې کابل کې یې د دې پوهنتون د څانګې جوړولو پلان چمتو کړی او د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون له‌خوا یې تاییدي هم اخیستې ده.

بل‌خوا په خیبر پښتونخوا کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ چارواکي مفتي نورالله په دې لیدنه کې افغان زده‌کړیالانو ته په پاکستان کې د زده‌کړو زمینې برابرولو په برخه کې له دغه هېواد مننه کړې او په راتلونکي کې یې د لا همکاریو غوښتنه کړې ده.

ضیاءالحق په دې لیدنه کې همداراز ویلي چې اوس مهال په پاکستان کې زرګونه افغان زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي او خیبر طبي پوهنتون نه یوازې دغو زده‌کړیالانو ته په «MBBS,BDS» کې زده‌کړې ورکوي، بلکې د نرسنګ، فزیوټراپۍ او نورو برخو کې د دوی د پرمختګ لپاره یو لړ ورکشاپونه هم جوړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوس‌مهال یوشمېر افغان زده‌کړیالان په پاکستان کې د علامه اقبال بورسیو له لارې د یاد هېواد په پوهنتونو کې پر زده‌کړو بوخت دي او یو‌شمېر نور یې بیا پر خپل شخصي لګښت زده‌کړې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام