« زمونږ په کورنۍ کې دوه تنه سخت ټپي دي چې اوسمهال په روغتون کې دي، مېرمن مې هم ټپي شوې. دا د محمد امین د خبرو یوه برخه ده چې د بادغیس د قادس ولسوالي «لنګر» سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته د خپلې کورنۍ ۳ غړي د درملنې لپاره راوستي.
هغه وايي، پرون د زلزلې پرمهال خپلې کورنۍ سره کور کې و چې زوروره زلزله وشوه او ونه توانېدل چې له کور څخه بهر شي. د محمدامین په وینا، په دې زلزله کې دی او د کورنۍ غړي یې ټپي شوي دي.
هغه زیاتوي: « د خور لاس مې مات دی او مونږ ته مالي زیانونه هم اوښتي، زمونږ دېوالونه او کورونه ویجاړ شوي، له ۵۰ سلنو څخه زیات مالي زیانونه اوښتي او ان د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان هم لرو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوازې محمد امین نه دی چې په پرونۍ زلزله کې زیانمن شوی، بلکې د سلګونو نورو کسانو کورونه هم ویجاړ شوي او ځینو خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
د بادغیس دوه اوسېدونکي ګلاحمد او عبدالحی وايي: « یوه زړه مور لرو چې دیوال پرې ونړېده او د یوې ښځې ماشوم مړ شو او زمونو څلور کورونه هم ویجاړ شوي.»
د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز مشر ملا جانان سایق وايي، دولت د تېرې ورځې په زلزله کې ځپل شویو ته نغدي مرسته استولې ده.
د مسوولانو په وینا، د تېرې ورځې په زلزله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي او۵ نور ټپیان دي او شاوخوا زر کورونه وران شوي دي.
مسوولان وایي، ښایي دغه ارقام نور هم لوړ شي خو سیمو ته د ژغورنې ډلې استول شوي
د تېرې ورځې په زلزله کې د بادغیس اوسېدوونکو ته د درانه ځاني او مالي زیانونو سربېره هرات او غور ولایتونه یې هم لړزولي.
که څه هم د هرات او غور اوسېدونکو ته د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نشته خو د اسلامي امارت فرهنګي مسوولان وايي، په دغه زلزله کې د جام منار ځينې برخې زیانمنې شوي او د دغه جام د نړېدو خطر هم شته. د رپوټونو پر بنسټ، د دې زلزلې مرکز د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ وه، چې شدت یې د ریکتر په کچه ۴.۹ درجې ویل شوي.