د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان اوسېدونکي ډېر سخت ژمي په مخ کې لري او روان ژمي کې به د دوی اوسنی وضعیت نور هم ستونزمن او تریخ شي.
دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې درنو وارو او بارانونو په یوشمېر ولایتون اغېزمن کړي او الوتنې یې له خنډ سره مخ کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې اوچا ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو متحدان د خپلو فعالیتونو زیاتوالي ته ژمن دي او د افغانستان اوسېدونکو ته د مرستو رسولو په برخه کې له یوه بل سره سیالي کوي.
د دغه بنسټ په وینا، د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو متحدانو په افغانستان کې ۷میلیونه افغانانو ته د خوراکي توکو مرسته کړې او د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو وېش روان دی.
اوچا ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو متحدانو په ۲۰۲۱کال کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۱.۵میلیارډه ډالر ورکړي دي.
د اسلامي امارت په راتلو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او نړیوالو بنسټونو په وار وار په دغه هېواد کې د انساني ناورین د پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.