د غزني ولايت محلي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د سړکغاړې ماين چاودنه کې د ۴ ښځو په ګډون ۸ ملکيان او ۱ امنيتي سرتېری وژل شوي او ۳ امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت سلاموطندار ته وايي، پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې د ملکي وګړيو یو موټر او بل د امنيتي ځواکونو هاموي موټر د روضې کوتل سیمه کې د سړک غاړې پر ماین
وربرابر شول.
د غزني امنيتي چاوراکي وايي، دا ماين د طالبانو له لوري ځای پرځای شوی و.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
غزني يو له ناامنو ولايتو شمېرل کېږي چې په تېره يوه مياشت کې دا څووم ځل دی چې د ملکي کسانو موټرونه د سړکغاړې پر ماينونو ور برابرېږي.