Asset 1SWN

سلام وطندار

دانش: طالبان قران او سنت د سولې د بین‌الافغاني خبرو د بنسټ په توګه نه مني

Sarwar-Danish-owpl61r8ab903cgv11yb8ejloim0h86052jbnymufo

 

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په کابل کې د خبرو پرمهال وویل، په بین‌الافغاني خبرو کې د طالبانو بې ځایه ضد دغه خبرې له بن بست سره مخ کړې دي.

دانش د سولې خبرو کې له منځته راغلي وضعیته نیوکه وکړه او ويې ویل، افغان دولت د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د قران او سنت وړاندیز وکړ؛ خو طالبانو د قدرت ترلاسه کولو لپاره قران او سنت ته هم شا کړه او د سولې خبرو د بنسټ په توګه یې شریعت هم ونه مانه.

نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د جهاد منطق اوس پای ته رسېدلی او په تېره کې هم دغه ادعا د تاوتریخوالي توجیه کولو لپاره یوه غیر واقعي ادعا وه.

له دې يوه ورځ وړاندې د سولې خبرو لپاره د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي و چې هيله لري د سولې خبرې د قران او سنت په رڼا کې د خلکو له غوښتنې سره سم غوښتل شوې پایله ولري.

د ستانکزي په ټوېټ کې راغلي چې هېڅوک نه‌شي کولای د سولې لپاره د خلکو غوښتنه رد کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د قران او سنت په رڼا کې د سولې خبرو اترو پرمخ وړل به د طالبانو له خوا ومنل شي که نه؟ د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، طالبان د قران او سنت له مخې د خبرو اترو مخکې وړل نه مني او له امریکا سره د دې ډلې پر کړي هوکړه لیک ټینګار کوي.

د سیاسي چارو کارپوه جعفر مهدوي وايي، که څه هم قران او سنت دوه معتبرې اسلامي سرچینې دي؛ خو د سولې په خبرو کې د اختلافونو هوارولو لپاره د دغو ارزښتونو وړاندیز د امتیاز اخستنې اړخ لري.

له دې ټولو سره، قطر کې د افغان پلاوي او طالبانو د استازيو ترمنځ د خبرو له پيل یوه میاشت اوړي، خو لاهم د دغو خبرو اترو د کړنلارې په اړه اختلافونه دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام