د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون وايي، ۷۰ سلنه افغان کورنۍ نه‌شي کولای خواړه او خپلې نورې لومړنۍ اړتیاووې برابرې کړي.

دغه فدراسیون نن جمعه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د وچکالۍ په دوام سره افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه زیاته شوې او اړتیا ده چې د مهارولو لپاره یې نړیوال خپل ملاتړ پراخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ویل شوي، ۷۰ سلنه افغان کورنۍ د خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه‌‌لري چې دغه کار پر کورنیو ناوړه اغېز کړی دی. خبرپاڼه کې اټکل شوی چې افغانستان کې ۳میلیونه ماشومان هم د بدن کمزورتیا له امله د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

دې سره د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې رییس محمد‌نبي برهان ویلي، افغانستان تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ دی او دغه بحران د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره تر نورو ډېر د جدي اندېښنې وړ دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون افغانستان کې د خپلو بشردوستانه همکاریو د دوام لپاره د ۸۰ میلیونه فرانک د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام