د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې څلور زره او ۷۷۶ قیراط زمرد د مزایدې له لارې په ۴۶۸زره او ۶۰۰ ډالرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ویلي چې د زمردو په دې پلور کې کورنیو او بهرنیو سوداګرړ ګډون کړی وو.

د پنجشیر د والي ویاند زیاته کړه چې ولایتي اداره د کانونو وزارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ، هڅه کوي چې د قیمتي ډبرو د استخراج او پلور پروسه په معیاري، شفاف او تخنیکي ډول دوام پیدا کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پنجشیر والي محمداغا حکیم وايي چې د اسلامي امارت له راتګ راهیسې، په پنجشېر کې د کانونو منظمې پروژې پیل شوي او د کورنیو سوداګرو سربېره، د هند، چین، روسیې او ځینو اروپایي هېوادونو لسګونه پانګوالو د قیمتي ډبرو په سکتور کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی چې د پنجشېر محلي اداره د سوداګرو ملاتړ، د پانګوالو امنیت ټينګښت او د یاد ولایت اقتصادي ودې ته ژمنه ده.

وروستیو کلونو کې د پنجشېر زمرد څو ځلې د مزایدې په بڼه پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام