د تورخم د عمري کمپ روغتیايي کمېټې مسوولان وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دویمې څپې له پیل راهیسې، د تورخم عمري لنډمهاله کمپ کې تردامهاله د بیرته راستنو شویو کورنیو ۳۴ ماشومان زېږېدلي.

د روغتیايي کمېټې مسوول سید محمد شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د دغو نویو زېږېدلو له ډلې دوه یې په عملیات او پاتې نور په عادي ډول زېږیدلي چې ماشومانو او مېندو ته یې ټول روغتیایي خدمتونه رسېدلي دي.

ده وویل:«له پاکستانه چې دا نوې جوپه راپیل شوې د مور او ماشوم په برخه کې څلور دیرش ماشومان نوي زیږیدلي چې له دوی څخه دوه یې په عملیات او نور په نارمل ډول زیږیدلي دي. الحمدالله د مور او ماشومانو صحت ښه دی او له روغتیایي کمپ نه رخصت شوي، ځکه مونږ دلته د مور او ماشوم په برخه کې ډیر ښه خدمات وړاندې کوو، دلته مو ورته ښه منظم کلینیکونه برابر کړي او هیڅ ستونزه نشته.»

د تورخم په عمري کمپ کې د حکومتي ادارو ترڅنګ، یوشمېر نړۍوالو او خیریه روغتیایي بنسټونو هم خدمات پیل کړي چې هره ورځ ګڼو تازه را ستنو شویو افغانانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته مهال له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي او وایي، د هغوی د ناسم چلند له امله یې ناروغان له جدي ستونزو سره مخ شوي و او ان د ماشومانو د زیږون تر وخت پورې ورته مهلت هم ور نه کړل شو.

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوی شکورخان چې په عمري لنډ مهاله میشت غالي کې یې ماشوم زیږیدلی وایي، د ناسم چلند له امله یې ناروغان تر روغتون پورې نشو بیولی، نو ځکه یې میرمن په اومیندوارۍ کې له ځان سره افغانستان ته راوسته.

«چې د ماشوم زیږون ته میاشت پاتې وي یا شل ورځې پاتې وي او ناروغان وي ټول په همدغه حالاتو کې راوباسي په جبري توګه په کورونو باندې چاپي وهي له چا نران پاتې وي ښځې یې را اړولې وي له چا ښځې پاتې وي نران یې را اړولي وي سخت بد وضعیت و.»

د تورخم ښارګوټي عمري لنډمهالي میشت غالي مسؤلان زیاتوي چې په دغه کمپ کې د روغتیا برخې ترڅنګ د ټرانسپورټ، مالیې، خوړو، مخابراتو او یوشمېر نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام