د هلمند ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولايت کې په جلا جلا ټرافيکي پېښو کې ۶ کسان مړه شوي او ۹ کسان ټپیان شوي دي.
دغه ټرافيکي پېښې پرون د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي او د هلمند-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ راشد هلمندی سلام وطندار ته وایي چې یادې ټرافيکي پېښې د هلمند د سنګین په شرافت بازار، زاړه بازار، د دې ولسوالي په دو راهي او د هلمند ـ کندهار پر لويه لاره شوي دي.
د هلمندي په وينا، د یادو ټرافیکي پېښو اړوند یوشمېر کسان هم نیول شوي او د نورو د نيولو هڅې روانږ دي او د دې ترڅنګ د پېښو ټپیان روغتون ته د درملني په موخه لیږدول شوي دي.