Asset 1SWN

سلام وطندار

د پمپیو د څرګندونو پر وړاندې د طالبانو غبرګون

US-Army-2-p0uz9ceup65uas55dk4hsvyafp1ox54w1dark42jl8

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار او هلمند کې د دې ډلې پر وسله‌والو پرله‌پسې هوايي بریدونه کړي او په کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ عملیات پیل شوي دي.

طالبان د امریکايي ځواکونو دغه کار له دوی سره د سولې هوکړې پر خلاف یادوي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د تېر کال د کب په لسمه په دوحه کې لاسلیک شوه. طالبانو په دغه هوکړه‌لیک کې ژمنه کړې چې پر امریکايي ځواکونو به بریدونه نه کوي او امریکا هم له افغانستانه د وتلو ژمنه کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې لیکل شوي، امریکايي ځواکونه داسې مهال پر طالب وسله‌والو بریدونه پیل کړي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خپله ویلي چې طالبانو پر دوی بریدونه نه دي کړي. پمپیو د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي و چې په تېر شاوخوا یوه کال کې په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

طالبان خبرداری ورکوي، که د امریکايي ځواکونو بمبارونه او په کندهار کې عملیات ونه درېږي، دا ډله به یې پر وړاندې جدي غبرګون ته اړ شي او مسوولیت به یې هم د امریکا پر غاړه وي. امریکايي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هوايي بریدونو له کبله د طالب وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي. د کندهار محلي چارواکو تېره اوونۍ وویل چې د دغه ولایت په ارغنداب، ډنډ، دامان او پنجوايي ولسوالیو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. دغه راز، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالي کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. نوموړي پرون هم په دغه ولایت کې د یوشمېر وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د مایک پمپیو د څرګندونو په تړاو ویلي چې طالبان اوس د افغانانو او حکومت پر وړاندې جګړه کوي او په دې جګړه کې د خلکو د مرګ‌ژوبلې کچه ډېره لوړه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام