Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د ملګروملتونو راپور د وضعیت ناسم ښوولو لپاره خپور شوی

ذبیح‌الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو هغه درې میاشتنی راپور چې په‌کې د افغانستان په اړه ناسم مالومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د اوسني وضعیت په اړه تشویشونه رامنځ ته شي، ناسم دی.

هغه نن (شنبه، جوزا ۳۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ښه شوی او خلک ارامه ژوند کوي.

ده وویل: «موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند په موخه چمتو شوی راپور بولو.»

د نوموړي په وینا، ملګري ملتونه او ورته نورو ادرسونه تل د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کوي او هڅه کیږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې او د کوچنیو پېښو په ستر ښودلو سره خلکو ته اندېښنې پيدا شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه لیکلي چې د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پېښې هم امنيتي پيښې تعبیر شوي، په داسې حال کې چې دغه ډول جنايي پېښې، په نورو هېوادونو کې له افغانستان ډيرې ترسره کیږي.

د اسلامي امارت ویاند خلکو ته ډاډ ورکړی چې د بهرنیو مغرضو کړیو په خوله د خپل هېواد د امنیت او ثبات په اړه اندېښمن نه‌شي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام