Asset 1SWN

سلام وطندار

ځوانان او ځیرک موبایلونه؛ «ډېرې رواني ستونزې پیدا کوي»

کار-آنلاین-1-qn1dmmhttj3z83rxkl9xp94ujrq5zqb74qf09tmkqw

سلام‌وطندار له ځیرکو ټیلیفونونو د استفادې په پار له ۲۷ نجونو او هلکانو سره مرکې کړې چې د یادو مرکو پایلې ښيي، ډېری دغه ځوانان له ځیرکو موبایلونو د زده‌کړو، انلاین پېر، د اطلاعاتو کچې لوړېدو او تفرېح لپاره کاروي.

د یادو ۲۷ نجونو او هلکانو له ډلې، نهه هغه یې، ځیرک موبایلونه د عادي کارونو، اووه نور بیا د زده‌کړو، شپږ د تفرېح، یو کس هم د انلاین پېر او څلور نور بیا د اړیکو نیونې لپاره له یادو موبایلونو ګټه اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۲۵کلنه رحیمه وايي چې له ځیرک موبایلونو د ښوونیزو او تفریحي پروګرامونو لپاره ګټه اخلي. «له ځیرک ټيلیفون ډېری وخت د ورځنیو کارونو او وخت ناوخت هم د تفریحي او ښوونیزو کارونو لپاره ګټه اخلم.»

۲۱کلنه لېمه بیا وايي چې له ځیرک موبایل د خپلې اطلاعاتي کچې د لوړېدو لپاره ګټه اخلي. «ډېری وخت له ځیرک موبایل ګټه اخلم او پر ژوند مې ډېر اغېز درلود؛ کولای شم چې له دې لارې خپل معلومات زیات کړم؛ زما د زده‌کړو ډېروالی کې یې راسره مرسته کړې.»

په دې مرکو کې ۲۱ کسانو ویلي چې د ځیرکو ټیلیفونونو په مرسته یې، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل معلومات زیات کړې دي. محمدارشاد وویل: «په ورځني ژوند کې له ټیکنالوژۍ ګټه اخلم او ډېرې ستونزې مې حل شوي؛ ډېری هغه څه چې پرې نه‌پوهېږم، پر یوټیوب او ګوګل لټه کوم.»

په ورته مهال د یادو۲۷ کسانو له ډلې ۲۴ هغو یې، برښنالیکونه په خپله او پاتې درېوو یې، د نورو په مرسته برښنالیکونه جوړ کړې دي.

سونم وویل: «له برښنالیک استفاده کوم؛ برښنالیک راته بل چا جوړ کړی دی.»

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د ځوانانو ترمنځ د ځیرک موبایلونو کارول، توپیر لري، داسې چې ۲۲ کسان په ورځنۍ کچه له څلور تر اتو ساعتونو له ځیرک موبایلونو ګټه اخلي.

مژګان وویل: «د درسونو لپاره مې هره ورځ له ځیرک موبایل ګټه اخلم؛ خپل ډېر کارونه د ځیرک موبایلونو له لارې کوم.»

خپلواک شفیق هم وویل: «د ورځې له څلور تر پنځو ساعتونو له ټيکنالوژۍ ګټه اخلم او په ځانګړې توګه د معلوماتو راټولولو برخه کې ډېری استفاده کوم.»

یوشمېر ارواپوهان وايي چې له ځیرک ټیلیفون ډېره ګټه اخیستل، ښايي د ځوانانو پر رواني روغتیا منفي اغېز ولري.

ارواپوه هیبت‌الله ابراهیم‌خېل وویل: «ډېرې روانې ستونزې پیدا کوي؛ ژورخپګان، اضطراب، وسواس او حتا تړاو رامنځته کوي، ځکه موږ مجازي نړۍ کې ډېرو کسانو سره معرفي کېږو او د تمرکز د کمښت ستونزه هم پیدا کوي.»

ټولن‌پوه ضیا نېک‌زاد هم وویل: «د یوې ټولنې روان اوس ټیکنالوژي جوړوي، ټولې اړیکې، په ځانګړې توګه له لرې لارې اړیکې او همداراز کورنۍ او ملګرو سره اړیکې د ټیکنالوژۍ لاس کې دي.»

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د سمون ادارې «اترا» ویاند جلال‌الدین شمس وايي چې دا مهال څه باندې ۱۲ میلیونه افغانان له انټرنټ ګټه اخلي. «د مخابراتي شبکو ۲۵ میلیونه پېردونکي لرو چې څه باندې ۱۲ میلیونه یې، له انټرنټ ګټه اخلي او ډېری یې، ځوانان دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ځیرک موبایلونو کارول د یادو موبایلونو کاروونکو پورې تړاو لري، که دغه موبایلونه په سمه توګه وکارول شي، ښايي د یوه کس ژوند کې مثبت بدلون راولي، خو که کارول یې، هغه ډول چې په‌کار ده، تنظیم نه‌شي، اغېزې به یې د کاروونکو په زیان وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام