افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستیاله مکتا شرما وايي چې هر یوه ساعت کې د زېږون پرمهال یوه افغان مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړې دغه څرګندونې نن دوشنبه، اپرېل اوومه، د عامې روغتیا وزارت له لوري کابل کې د روغتیا نړیوالې ورځې په نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

هغې یادې غونډې ته وویل، د افغانستان روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه صحي کارکوونکو کمښت، د امېندواره مېرمنو او زېږېدونکو ماشومانو ژوند لا خطر سره مخوي.

نوموړې زیاته کړه: «افغانستان کې وضعیت د پام وړ دی. د اومیندوارۍ ستونزو په دلیل د هر سل زره زېږون پرمهال د ۶۲۰ میندو مړینه او هر یو ساعت کې د یوې مور مړینه بېړني اقدام ته اړتیا لري. د نویو زېږېدونکو ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه ده. روغتیايي مراقبت ته محدود لاسرسی، جګړه او د ښځینه صحي کارکوونکو کمښت، د اومیندواره مېرمنو او نویو زېږېدونکو ماشومانو ژوند لاډېر خطر سره مخ کوي.»

افغانستان کې د ملګروملتونو د وګړو صندوق «UNFPA» مسوولانو هم یاده غونډه کې ټینګار وکړ چې د قابلګۍ خدمتونو زیاتوالی کولای شي، د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمولو کې مهم رول ولري.

افغانستان کې د ملګروملتونو د وګړو صندوق مرستیال مارک هوچنسن په دې اړه وویل: «مونږ پوهېږو چې قابلې ژوند ژغوري. د قابلګۍ خدماتو ته پراختیا ورکول کولی شي، خطرونه په نښه او عوارض مدیریت کړي. راځئ د روغتیا په نړیواله ورځ پانګونو ته لومړیتوب ورکړو، څو د مور د مړینې کچه صفر ته راښکته کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې سره د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په داسې یوې کړن‌لارې یې کار پیل کړی چې له مخې یې، هېوادوالو په ځانګړې توګه امېندواره مېرمنو ته باکیفیته صحي خدمات وړاندې شي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل: «دغه ورځ د دې لپاره نمانځو چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره عامه پوهاوی ورکړو. ا.ا د غوره روغتیايي خدمتونو لپاره ژمن دی او باکیفیته خدمات به خلکو ته وړاندې کړي، خو اوس د یوې پالېسۍ پر جوړولو بوخت یوو، څو خلکو ته باکیفیته خدمات وړاندې کړو. موږ کډوالو او مېرمنو ته د زېږون پرمهال خدمات وړاندې کوو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د اپرېل ۷مه له ۱۹۴۸کال راهیسې د هېوادونو له لوري معیاري روغتیايي خدماتو ته د رسېدو په هدف د روغتیا نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام