Asset 1SWN

نړیوال جام؛ انګلستان نن له نیدرلنډز سره لوبه کوي

341206

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله د نیدرلنډز کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د هند د پونې په «مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انګلستان او نیدرلنډز چې دواړه د روان نړیوال جام د جدول په وروستي ځای کې شتون لري، دواړو لوبډلو اووه-اووه سیالي کړي چې نیدرلنډز دوه او انګلستان بیا یوه لوبه ګټلې ده.

انګلستان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام اتله لوبډله پاتې شوې چې روان جام کې له نیمه پای‌لوبې هم پاتې شوې.

انګلستان په کړیو اوو سیالیو کې یوازې یوه ګټلې او شپږ یې بایللي چې د جدول په وروستي ځای کې شتون لري. نیدرلنډز بیا له انګلستان یو ګام وړاندې د جدول نهم ځای خپل کړی.

انګلستان له نیدرلنډز سره په کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې ټولې ګټلي او دغه لوبډله یې له ماتې سره مخ کړې ده.

نیدرلنډز روان نړیوال جام کې سوېلي افریقا او بنګلدېش مات کړې دي.

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه په یوې په زړه پورې لوبه کې اسټرالیا افغانستان ته ماته ورکړه. مېکس‌وېل چې دې لوبه کې یې ۲۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، افغانستان یې په یوازې ځان مات کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه درېوو لوبډلو هند، سوېلي افریقا او اسټرالیا نیمه پای‌لوبو ته وتلي او نیوزیلنډ، پاکستان او افغانستان لا هم نیمه پای‌لوبې ته د وتلو چانس لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام