غزني د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ۱۸ ولسوالي یې د کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره ښه او مناسبه هوا لري. په ورته مهال کرنه او د څارویو ساتنه کې د یاد ولایت د مېرمنو ونډه، د پام وړ ده.
نسیمه چې له دوو کلونو راهیسې په یوې شنهخونه کې کار کوي، وايي چې د یاد کار له عوایدو رضایت لري او د دې کار د مدیریت اړوند لارښوونې یې، د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو له لارې زدهکړې دي.
هغې وویل: «موږ ښه عاید لرو؛ د لومړي ځل لپاره چې زدهکړې مو وکړې، دوه کاله کېږي چې په دې برخه کې کار کوو. دا زموږ لپاره یوه تفریح هم ده او ښه عاید هم راکوي. زموږ محصولات د همدغه سیمهيیزو دوکاندارانو له خوا اخیستل کېږي. خوشاله یو له خپل کار څخه، او په دې کې درې نورې ښځې هم کار کوي.»
د لبنیاتو او چرګانو پالنې په برخو کې کار کوونکې ښځې بیا د خپلو ستونزو یادونه کوي. ګلچمن چې په غزني کې د چرګانو پالنې سره تړاو لري، وايي: «د برښنا ستونزه لرو، برښنا زیات ځلې په ځنډ راځي. کله چې برښنا ځنډيږي، نو بچیان سالم نهوي. زموږ اصلي ستونزه د برښنا او شیشې بوتلونو دي چې د خوراکي توکو لپاره یوازې شیشې بوتلونه مناسب دي.»
بتول چې د لبنیاتو په تولید کې فعالیت لري، د خپلو ستونزو په اړه وايي: «د هېڅ بنسټ لهخوا زموږ ملاتړ نهدی شوی، موږ هیلهمن یو چې موږ ته مرسته وشي، څو موږ په دې برخه کې پرمختګ وکړو او خپل ځان ته عاید پیدا کړو. بدبختانه، زموږ وضعیت ښه نه دی، ثابت مشتریان نه لرو او قراردادونه هم ډېر کم دي.»
د غزني اقتصادي کارپوهان وايي چې د ښځو ونډه د کورنیو اقتصادي وضعیت په جوړولو کې ډېر زیات دی او د هغوی شتون پر کرنه، مالدارۍ او د کرنیزو او مالدارو محصولاتو پروسس کې د پام وړ دی. اقتصادي کارپوه، مریم حیدري وايي: «ډېرې ښځې د کورنۍ د کارکوونکي په توګه د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ونډه لري. سره له دې چې د ښځو فعالیتونه ډېر کم ثبت او راپور کېږي، خو د هغوی د فعالیتونو ارزښت کم نه دی.»
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي هم وايي چې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ سلنه ښځې په غزني کې په کرنه او مالدارۍ کې فعالیت لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ریاست مسوولان زیاتوي چې دوی د ښځو د ملاتړ لپاره بېلابېلې زدهکړې او آګاهي ورکولو پروګرامونه پر مخ وړي. محمد زکریا هوتک، د نباتاتو ساتنې د ریاست مدیر، وايي: «زموږ د تخمونو وېش، د سبزخانه جوړول او د بز شیري د ښځو لپاره وېش، ټول هغه اقدامات دي چې موږ د ښځو ملاتړ لپاره کړي دي.»
هوتک زیاتوي چې دا پروګرامونه د کورنیو اقتصاد تقویت او د ښځو په هراړخیزه توګه ځواکمنولو کې مهمه ونډه لري. «د غزني د کرنې ریاست د سبزیجاتو تخمونه، سبزخانه جوړول او بز د شیري ښځو ته وېشلې دي چې دې سره د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کې مرسته شوې ده.»
همدارنګه، په غزني کې د ډېرو کرنیزو او مالدارو کورنیو لپاره ښځې نه یوازې د خپلواکو فعالیتونو له لارې عاید ترلاسه کوي، بلکې په ګډه له خپلو می سره په څارویو پاللو، د لبنیاتو تولید او د سختو کښتونو کارونو کې برخه اخلي. دا همکاري د غزني د کلیوالو اقتصاد لپاره یوه مهمه ستنه ده.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سره له دې چې د ښځو دقیق شمېر په کرنه او مالدارۍ کې معلوم نه دی، شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ سلنه ښځې په دې ولایت کې په دغو برخو کې فعاله دي. د دوی په وینا، دغه ریاست د ښځو د ملاتړ لپاره بېلابېلې زدهکړې او اګاهي ورکولو برنامې هم پر مخ وړي.
د ریاست د نباتاتو ساتنې مدیر، محمدزکریا هوتک وویل: «موږ دقیق شمېر نهلرو، خو شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ سلنه کورنۍ او ښځې په کرنه او مالدارۍ کې کار کوي. ریاست زراعت، اوبو لګونې او مالدارۍ د تیرو او روانو کلونو په جریان کې څو مهم ګامونه اخیستي دي، لکه د سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونو وېش، د سبزخانه جوړول، د مرغانو او بز شیري وېش چې په ځانګړې توګه په ولسوالیو مالستان او اجرستان کې ترسره شوي دي.»
سرچینې وايي چې په غزني کې د ښځو خپلواکې اقتصادي فعالیتونه ډېر مهم دي، خو ډېری کورنۍ چې کرنه او مالداري کوي، ښځې هم د خاوندانو ترڅنګ، په څارویو پالنه، لبنیاتو تولید او د کرنیزو سختو کارونو کې فعاله برخه لري. دا کورنۍ همکاري د غزني د کلیوالو اقتصاد لپاره یوه مهمه ستنه بلل کېږي.


