د اسلامي امارت د واکمنۍ څلورو کلونو په تېرېدو سره، د رسنیو او ټولنې یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، اطلاعاتو او د بیان ازادۍ ته د ښځو د لاسرسي حق د پام وړ محدود شوی.
د دوی په باور، د دغه حق ملاتړ او تضمین لپاره د یوه مشخص میکانیزم نهشتون لامل شوی چې د ښځو بنسټیزې ازادۍ له هغوی څخه واخیستل شي.
دوی ټینګار کوي چې د مېرمنو پر وړاندې فشارونه او محدودیتونه نور هم پراخ او سخت شوي او د ښځو لپاره د رسنیزو او مدني فعالیتونو زمینه په نشت حساب ده.
سارا چې رسنیو کې د کار څلور کلنه تجربه لري سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د افغانستان اوسنیو شرایطو کې نهیوازې ښځې، بلکې اطلاعاتو او بیان ازادۍ ته د نارینهوو د لاسرسي حق هم محدود شوی او د دغو محدودیتونو زیاتوالی لامل شوی چې رسنیو کې د ښځو حضور هم کمرنګه شي.
«په اوسني وضعیت کې نه یوازې ښځې، بلکې سړي هم د بیان او مالوماتو له ازادۍ بېبرخې دي. که د حقیقت خبره هر ښځه او سړی وکړي، بېله شکه چې هغه غږ ځپل کېږي. د بیان ازادي سختو شرایطو سره مخ ده. هېڅوک نشي کولای د بیان له دې طبیعي حقه استفاده وکړي. هغه جدي ستونزه چې مېرمنې په رسنیزه برخه کې ورسره مخ دي، د ښځو کمه ونډه او هغه بندیزونه دي چې رسنیو کې په ښځو لګول شوي.»
سیما سادات هم د رسنیو برخې فعاله ده او وایي، د ښځو لپاره د بیان ازادي او مالوماتو ته لاسرسی په بېساري ډول محدود شوی او د حکومت لهخوا د محدودیتونو لګولو له امله د ښځو لپاره رسنیز فعالیت ان په یوه غیرممکن کار بدل شوی.
«افغانستان کې د بیان ازادي او مالوماتو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی او ښځینه خبریالانې له سختو سانسورونو او فشارونو سره مخ دي. زمونږ ډېرې همکارانې یا مجبورې شوې چې خپله دنده پرېږدي او یا له هېواده ووځي. هغه ښځې چې پاتې دي، له ځانسانسورۍ او وېرې سره خپلې دندې پر مخ وړي. په ځانګړي ډول په کلیو کې، ښځو ته د آزادو مالوماتي سرچینو لاسرسی تقریباً ناممکن شوی. هغه محدودوونکې مقررات چې د ښځو غږ خاموشوي، د قانوني ملاتړ نشتوالی او د داسې بنسټونو نهشتوالی دی چې د ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.»
غزني کې د رسنیو برخې فعالانې سیاهموی سروري او یلدا محمدي وايي، اطلاعاتو او د بیان ازادۍ ته د ښځو لاسرسی محدود شوی او رسنۍ هم ترجیح ورکوي چې تر ډېره له نارینهوو کار واخلي.
«محلي رسنۍ ډېری وخت نارینه کارکوونکو ته ترجیح ورکوي، یا که ښځو ته فرصت ورکړي، نو یوازې د پردې شاته دندې ورته ټاکل کېږي. د مالي او رواني ملاتړ نشتوالی، د ملاتدیزو بنسټونو کمښت او د تعلیمي فرصتونو محدودیت لامل شوی چې ډېرې ښځې دې برخې ته زړه ښه نهکړي.»
«بدبختانه، هغومره مالومات چې نارینه خبریالانو ته ورکول کېږي، مونږ ته نه راکول کېږي. دا خپله یوه جدي ستونزه ده. په محلي رسنیو کې نورې ستونزې هم شته، ځینې رسنۍ آن حاضرې نهدي چې ښځینه کارکوونکې استخدام کړي، یا نه پرېږدي چې نجونې په رسنیو کې فعالیت وکړي. دا ډول ستونزې په ځانګړي ډول په غزني کې ډېرې دي چې له امله یې نجونې نشي کولی په رسنیو کې کار وکړي.»
د رسنیو په برخه کې فعاله دغه ښځې وایي، سره له دې چې حکومت د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې پر ښځو یو لړ محدودیتونه لګولي، خو کله ناکله د ټولنې حاکم دودیز ذهنیت او د کورنۍ فشارونه هم د ښځو د بیان آزادۍ او مالوماتو ته د لاسرسي مخه نیسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاسمین فروتن او تهمینه حقجو وایي: «د هېواد ډېرو نورو سیمو په څېر غزني کې ښځې، د بیان ازادۍ او مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، خو په دې ولایت کې دا ستونزې لا ډېرې دي. دودیز رواجونه، د کورنۍ فشارونه او د ټولنې تنګنظری لیدلوری لامل شوی چې ډېری ښځې ونه شي کولی خپل نظر ازادانه څرګند کړي، یا په رسنیزو غونډو او پروګرامونو کې برخه واخلي. د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې، د ښځو لپاره د زدهکړو نشتوالی او د لازمو امکاناتو کمښت هم لوی خنډونه دي. په دې برخه کې د دولت همکاري محدوده ده او عملي ملاتړ ډېر کم ترسترګو کېږي.»
«د ښځو لپاره شرایط مناسب نه دي او هغه مالومات چې باید ښځینه خبریالانې ورته لاسرسی ولري، اکثراً نارینه خبریالان ترلاسه کوي. له همدې امله مونږ ښځینه خبریالانې نه په ښار کې وینو، نه هم په کنفرانسونو کې او نشو کولی له دولتي چارواکو یا نارینهوو مالومات ترلاسه کړو. رسنۍ هڅه کوي چې خپلې ښځینه کارکوونکې له سیسټمه وباسي، حال دا چې د ښځو او سړو تنخاګانې یو شان دي، خو ښځو ته د کار فرصت نه ورکول کېږي.»
په همدې حال کې، د ښځو حقونو فعالانې صالحه نوري او حمیرا فرهنګوایي چې د ښځو لپاره د بیان آزادۍ او مالوماتو ته د لاسرسي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د دوی په وینا، دې وروستیو کلونو کې د ښځو دا حقونه په بېساري ډول محدود شوي.
«دلته باید هغه چاپېریالي عوامل په پام کې ونیسو چې په افغانستان کې حاکم دي. د هغو نظرپوښتنو له مخې چې له سیاسي بدلون را وروسته ترسره شوي، ښيي چې ښځې د حکومت لخوا فوقالعاده محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي. ښځې له دې وضعیت څخه چې څومره مالوماتو او د بیان آزادۍ ته لاسرسی لري، هېڅ رضایت نه لري.»
«له بدهمرغه، د تاریخ په اوږدو کې افغان ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي. نه یوازې دا ستونزې حل نه شوې، بلکې ورځ تر بلې زیاتې شوي. د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې، ښځو خپلې ټولې دندې او حقونه له لاسه ورکړي او اوس د افغانستان ښځې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې هېڅ حضور نه لري. د بیان آزادي او مالوماتو ته لاسرسی یو اسلامي، انساني او شرعي حق دی، او باید ښځې دا حق ولري. خو له بدهمرغه، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې، د ښځو هر ډول د بیان آزادي تر پښو لاندې شوې او اوس ښځې نشي کولی د بیان آزادۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي.»
رسنیز فعال ظریف کریمي وایي، تېرو کلونو کې د ښځو لپاره د مالوماتو ترلاسه کولو او د بیان د آزادۍ حق په شدید ډول محدود شوی.
هغه ټینګار کوي چې رسنیز ملاتړ کوونکي بنسټونه باید له نړیوالو ادارو سره په همغږۍ هڅه وکړي، څو ښځو ته د دې اساسي حقونو د تأمین زمینه برابره شي.
«افغانستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره اوسنۍ فضا ډېره اندېښمنوونکې ده. تر دې چې د بیان ازادي، د نیوکې حق او مالوماتو ته لاسرسی د هغوی لپاره په بېساري ډول محدود شوی. دا څرګنده ده چې د نارینه خبریالانو په څېر ښځینه خبریالانې هم حق لري چې په رسنیزو فعالیتونو، نیوکه، راپور ورکولو او مالوماتو ته لاسرسي کې فعاله ونډه ولري. تمه دا ده چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه، د نړیوالو ادارو په ملاتړ وکولی شي د بیان د آزادۍ، مالوماتو ته د لاسرسي او په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د ملاتړ لپاره لازم ضمانتونه برابر کړي.»
په اسلامي تعلیماتو کې هم د ښځو او سړیو لپاره د مالوماتو ترلاسه کولو او د بیان آزادۍ حق یو شان ګڼل شوی او اسلامي حکومتونه د دې حق د تأمین مسؤولیت لري.
د دیني چارو کارپوه قطبالدین مجتهد وایي: «د ښځو لپاره مالوماتو ته د لاسرسي او د بیان ازادي د اسلامي اصولو په چوکاټ کې، د سړو او ښځو لپاره یو شان دی. له اصولو سره سم، اسلام ښځه او سړی د پوهې، زدهکړې او د نظر د بیان په حق کې برابر ګڼي. اسلامي حکومت مکلف دی چې د سړو او ښځو لپاره د سالمو مالوماتو، زدهکړې او د مشروع بیان آزادۍ زمینه برابره کړي.»
اخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د ځینو رسنیو په تړل کېدو سره، دغو بنسټونو کې یوشمېر ښځینه کارکوونکې هم بې دندو شوي، خو په وینا یې ، حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو پر رسنیزو فعالیتونو کوم محدودیت نه لري.
«موږ تر ډېره هڅه کوو چې د لباس مناسب رعایت وشي، نارینه او ښځې کار وکړي او شرعي اصول رعایت کړي، نو بیا هېڅ ستونزه نشته. خو عملاً، کله ناکله یا خو ښځې پخپله نه حاضېږي، یا رسنۍ کمې شوي، یا یې کارکوونکي رخصت کړي. طبیعي ده چې له همدې امله د رسنیو کارکوونکي هم کم شوي. دا خپل تاثیرات لري، خو موږ هېڅ ډول مزاحمت نه ورکوو.»
وروسته له هغې چې جمهوري نظام سقوط وکړ، په ټولنه کې په ځانګړي ډول رسنیو کې د ښځو ونډه په بېساري ډول محدوده شوې او د بیان ازادۍ او مالوماتو ته د هغوی لاسرسی هم کم شوی.


