سلام‌وطندار له ۲۲ مېرمنو سره مرکې کړې چې خاوندان یې، په سمه توګه د کورنۍ سرپرستي نه‌کوي او خپل مسوولیتونه سر ته نه‌رسوي.

دغه مېرمنې چې د ژوند اړتیا برابرولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خاوندانو له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند هم شکایت لري.

د مرکو پایلې ښيي چې د یادو ۲۲ مېرمنو له ډلې، ۱۵ هغه یې، د وزګارتیا او د خاوندانو د مسوولیت نه‌منلو له امله د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي. پاتې اووه مېرمنې بیا د ژوند لومړنیو اړتیاوو برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عایشه د یادو مېرمنو له ډلې یوه ده چې په ډېرو ستونزو او د خاوند له ملاتړ پرته له خپلو اولادونو سره ژوند تېروي. هغه وايي: «زه خپله مالداري کوم؛ شیدې خرڅوم؛ مستې خرڅوم؛ د چرګې هګۍ خرڅوم، څو د کور او اولادونو لګښت راپیداکړم. کور کرایه دی؛ د اولادونو لګښتونه مې د شیدو او مستو له پلور پیدا کوم او خپل او خپلوان چې لرم؛ وخت ناوخت راسره مرسته کوي. همدا ژوند دی؛ تېرېږي؛ خپله مې د عصابو تکلیف پیدا کړی، له اندېښنو.»

د بدخشان یوه ښوونځي کې ښوونکې نادره وايي، د ډېرو ستونزو سربېره، بیا هم په ډېرو کمو امکاناتو چې د دندې له لارې یې، ترلاسه کوي، په مېړانه او یوازې توګه د ژوند بار پر اوږو وړي. «د اولادونو او د ځان لګښتونه کې د معلمۍ دندې له لارې پیدا کوم، خاوند مې ما او اولادو سره ناسم چلن کوي، له خپلې کورنۍ سره ښه دی. لامل یې، دا دی چې ژوند کې یې کومه نجلۍ پیدا شوې او ماسره ښه چلن نه‌کوي؛ ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یم؛ کله مې چې خاوند مې ملاتړ ونه‌کړي، د کور لګښت برابر نه‌کړي؛ د معلمۍ په معاش به څه وشي.؟»

زبیده چې خاوند یې، وزګاره دی او خپله هم عواید نه‌لري، وايي، د خاوند له کورنۍ سره یوځای ژوند کوي او که پر دسترخوان یې، ډوډۍ وخوړه، ښه، ګنې وږې پاتې کېږي.

بل‌خوا د دې راپور پایلې ښيي چې د شپږو مېرمنو خاوندان پر نشو روږې دي؛ د ۱۵ هغو وزګاره دي او د یوې مېرمنې خواند د کافي عوایدو نه‌درلودو له امله، د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه‌شي برابرولی. د ۱۵ خاوندانو له ډلې چې وزګاره دي، شپږ یې، د کار موندلو لپاره هڅې نه‌کوي؛ خو ځینې هڅه کوي، اما تراوسه یې، دنده نه‌‌ده پیدا کړې.

سحر او شکیلا چې خاوندان یې، پر نشو روږدې دي، وايي، خاوندان یې، نه‌یوازې د کورنۍ ډودۍ او اوبو برابرولو کې ناغېړي کوي، د نشې برابرولو لپاره خپل اولادونه هم وهي او ټکوي.

سحر وویل: «د دې لپاره چې خاوند مې روږدی شوی، چلن یې، بدل او ژوند مو ستونزو سره مخ دی. لامل یې دا دی چې خاوند مې زموږ اړتیاوې نه‌شي برابرولی او روږی دی؛ هر څه باندې مواد اخلي. اقتصادي وضعیت مو خراب دی؛ د خوړو لپاره څه نه‌لرو؛ خو هغه پر پیسو مواد اخلي.»

شکیلا وايي: «خاوند مې روږدی و، وهلم به یې، اولادونه به یې، وهل، پیسې به مو چې ګټلې، راڅځه اخیستلې به یې، دوه کاله کېږي چې خاوند مې بستر دی.»

رابعه هم وايي چې د خاوند چلن یې، ډېر بدل شوی دی. «که ورته ووایم چې لاړ شه، کار وکړه، راته وايي، دومره کلونه مې چې کار وکړ؛ تا او اولادونو دې وخوړه، اوس لاړ شئ او هر څه چې کوئ، خپله یې، وکړئ، نور زما له لاسه څه نه‌دي پوره.»

زینب وايي چې خاوند یې، پخوا ښه و او د تېرو درېوو کلونو پرمهال یې بدل شوی او دوی ته پام نه‌کوي. «کور کې چې څه ډېر ضرور وي، حتا هغه نه‌راوړي، زموږ زړه چې ورته کېږي، هغه نه‌راوړي. وزګاره کور کې ناست وي او لامل یې هم دا دی چې وزګاره دی او کار نشته. زه چې یوه مېرمن بادغیس کې دا ډېره ستونزمنه ده. که خاوند مې ملاتړ ونه‌کړي، خپل مې کار کوم او ژوند ډېر ګران دی او کله چې خاوند مې وزګاره و، د خوړو لپاره مې څه نه‌لرل.»

په راپور کې اووه مېرمنې وايي، سربېره پر دې چې خاوندان یې، کار نه‌کوي، له دوی سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي او وهلي او ټکوي یې.

سیماګل وویل: «کله مو چې واده کړی، بدل شوی. کورنۍ سره یې، چلن ښه و؛ ما سره به یې، تاوتریخوالی کاوه؛ کله به یې وهلم. کروندګر دی؛ کلي کې اوسېږم، کله چې ورته ووایم چې داسې چلند ولې کوې، نو راته وايي، پیسې نه‌لرم؛ له کومه د کور لګښت برابر کړم؛ تل همدا خبره کوي؛ له تاوتریخوالي ډک چلن کوي.»

فهیمه وايي: «خاوند مې د ورځې له ملګرو سره له کوره وځي؛ نه‌پوهېږي چې مېرمن او اولادونه به مې څه وخوري او زنګ هم چې ورته وهم، ځواب نه‌راکوي. شپې چې راځي، خاموشه وي، بیا مې وهي. اوس چې څه ستونزه راځي، کورنۍ مې ملامتوم، نه یې، بښم او اقتصادي وضعیت مو خراب دی.»

د ښځوحقونو فعالان ټينګار کوي چې وزګارتیا، اعتیاد او مسوولیتونو ته نه‌پام، لامل کېږي چې خاوندان ونشي کړای، له کورنیو په سمه توګه ساتنه وکړي.

د ښځوحقونو فعاله زلیخا اماني وايي: «وزګارتیا او نورې ستونزې، ډېری وخت هغه لاملونه دي چې نشي کولای په سمه توګه له کورنۍ سرپرستي وکړي. افغانستان کې اعتیاد له بده مرغه یوه لویه ستونزه ده او نن سبا زموږ هېوادوال ډېر ورسره مخ دي. د دې شاهدان یوو، حتا مېرمنې له دې امله چې خاوندان یې، ورته پام نه‌کوي، خپله کار کوي او درنو کارونو ته مخه کوي.»

حقوق‌پوه شهلا عارفي وايي، مېرمنې حق لري چې د خاوندانو له لوري د نفقې نه‌برابرولو په صورت کې شکایت وکړي او خپل وغواړي. «له ابداییه محکمې وروسته او د قضیو د اړخونو له څېړنې وروسته، که مېرمنې له خاوند اطاعت کړی وي او خاوند د نفقې برابرولو د دوام توان ولري، نو محکمه د نفقې جزايي حکم ورکوي او که د برابرولو توان ونه‌لري، محکمه خاوند ته وخت ورکوي، څو کار وکړي او د مېرمنې نفقه برابره کړي، که سرغړونه وکړي، ښځه د شکایت حق لري.»

د امربالمعروف او نهې عن‌‌المنکر وزارت ویاند سیف‌‌الاسلام خیبر وايي، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي شکایتونه دغه وزارت ته رسېدلي او یاد وزارت یې، په اړه اقدامات کړي دي. «هغه مېرمنې چې کور کې ورسره ناسم چلن کېږي یا د خاوندانو له لوري، یا یې، اړتیاوې نه‌پوره کېږي، کار نه‌کوي، دا ډول شکایتونه چې د ښځو حقونو په اړه دي، وزارت ته رسېدلي او دې برخه کې وزارت اقدامات کړي او هدایت او توصیه یې هم کړې او هغه قضیې چې درنې وې، محکمو ته لېږل شوي او وزارت پلان لري چې له ورته قضیو مخنیوی وشي او خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې ښځې خاوندانو باندې حق لري او دا د خاوند مسوولیت دی چې ښځو ته نفقه برابره کړي.»

دیني عالم عمر مختار نېک‌زاد وايي: «اسلام کې مېرمنو ته دوه ډوله حق دی؛ یو مالي او بل غیرمالي. خاوندان حق لري چې غیرمالي حقوقو کې مېرمنو سره ښه چلند وکړي؛ له مېرمنې سرپرستي؛ له محارم سره د ملاقات حق؛ عدالت او نور مسایل، غیرمالي حقوقي دي. سرپرستي د مالي بحث هم پر غاړه لري چې د نفقې حق دی  او مهمه برخه ده چې مکلف دی د مېرمنې نفقه برابره کړي. که داسې نه‌وي، یا سرپرستي سمه ونه‌شي، اسلامي شریعت کې د عقد د فسخې یا خلع لامل کېدای شي یا حتا د طلاق پایلې لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ارواپوهان او ټولنډپوهان بیا وايي چې د ښځو چلن او د لېوالتیا رامنځته کول، کولای شي، د نارینه‌‌وو د مسوولیت منلو کې اغېزمن ثابت شي. زهرا میرزايي وايي: «ځینې نارینه‌ راحت او ارامي خوښوي، که چې پوهېږي دا کار کوي، راحت‌غوښتونکی کېږي؛ هېڅ کار نکوي.»

ټولنډپوه حیدر حکیمي هم وايي: «د نارینه زړه وهل د بې‌مسوولیتۍ لامل کېږي. افغانان چې واده وکړي، مسوولیت اخلي. که نارینه کورنۍ پورې تړلی وي، زړه توروالی لري. نارینه او ښځې یوه بل ته نه پام، د اولادونو راتلونکې ته بدې پایلې لري.»

ښځې داسې مهال د خاوندانو له بې‌مسوولیتۍ شکایت لري چې د شغلي فرصتونو کمښت او د ځوانانو روږدي کېدل، هېواد کې له لویو ستونزو ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام