نن د فبرورۍ ۱۴ د مینانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ادریس بېنوا چې د کابل ښار ګل‌فروشي کوڅې ته راغلی وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د یادې ورځې نمانځنه کم‌ رنګه ده.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت مسوولانو سږ کال د مینانو ورځې پر نمانځنه محدودیت لګولی او ځوانانو ته اجازه ورنه کړه چې د کابل ښار ګل‌فروشي کوڅې ته د ډالۍ اخیستلو لپاره ورشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بېنوا زیاتوي چې د اسلامي امارت له لوري د محدودیت له امله ځوانان دې کوڅې ته نه‌شي ورتلی او که چېرته ورځي هم اجازه نه ورکول کېږي.

په ورته مهال د کابل ښار یو بل اوسېدونکي احمد رشاد هم وايي چې سږکال د دې ورځې نمانځنه کم رنګه ده او د تېرو کلونو په څېر یې د نمانځنې ځانګړي پروګرامونه نشته. د هغه په وینا، د کابل په یوې سیمې کې هم د مینانو ورځ نه ده نمانځل شوې.

 رشاد وايي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو له کبله، هېوادوال ټول له ستونزو او کړاو سره مخ دي او په مادي معنوي پلوه د مینانو ورځې د نمانځې توان او وس نه لري.

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکي ټينګار کوي چې د مینانو ورځ د یو څو شېبو د خوشحاله تېرولو لپاره یوه پلمه وه او باید د نمانځنې مخه یې ونه نیول شي.

وموغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هر کال میلیونونه کسان په نړۍ کې د مینانو له ورځې یا ولنټاین څخه نمانځنه کوي. دغه ورځ په مسیحي فرهنګ کې رېښې لري، خو په وروستیو کلونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په اسلامي هېوادونو له هغې ډلې په افغانستان او ایران کې هم ترې نمانځنه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام