Asset 1SWN

امریکا ترکیې ته: د حماس د مشرانو کوربه‌توب مه کوئ

Miller-qx9wl78d1bze37rl9e1m0vzi4hzn6l6vtloh9jny4o

له هغه وروسته چې له قطر څخه ترکیې ته د حماس سیاسي مشرانو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې څخه غوښتي چې د حماس د مشرانو کوربه‌توب ونه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید د حماس له ملاتړ او کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرینو چارو د وزارت ویاند مټیو مېلر ویلي چې هېواد یې په هېڅ ډول نه غواړي چې ترکیه حماس ته دفتر ورکړي. د نوموړي په وینا، د حماس یوشمېر مهم غړي د امریکا تر څار لاندې او باید راته وسپارل شي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه هېواد ته د حماس سیاسي دفتر د لېږد خبر رد کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ترکیې له څه باندې یوه کال راهیسې څو ځله د فلسطین او لبنان پر وړاندې د اسراییلو بریدونه غندلي او غوښتنه یې کړې چې په غزه او لبنان کې دې روانه جګړه او بریدونه ودرول شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام